پاکستانمهم خبرونهنړۍ

دبوريس جانسن حکومت په خطره کې، دبرتانيې دخزانې او روغتيا وزيران مستعفي

 دبرطانيې دخزانې او روغتيا وزيرانو دنهې په ورځ له خپلو چوکو څخه استعفاګانې ورکړيدي دکوم وروستو دوزيراعظم بوريس جانسن  حکومت ختميدى شي  ځکه بوريس جانسن  دخپلې انتظاميې وقار  په خرابونکي تازه سکينډل دبښنې غوښتو هڅه کړې وه.

  دنړيوالې خبري ادارې رايټرز دراپور له مخې دبرتانيې دخزانې وزير رشي سنک او دروغتيا وزير ساجد جاويد دواړو پرله پسې دڅو دقيقو په فرق سره  وزيراعظم ته خپلې استعفګانې ليږلي چې پکې   دواړو  دمعيار له مخې  دحکومت چلولو په اړه دهغه په   وړتيا پوښتنې راولاړې کړيدي.

 دغه استعفاګانې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې  بوريس جانسن  دجنسي بدسلوکۍ  دشکايتونو سره مخ ايم پي اى کرسټوفر پنچر ته مهم وزارت ورکړى او وروستو يې  هغه ته په دغه چوکۍ سپارلو بښنه غوښتې، هغه وروستو نديم زهاوي دخزانې وزير جوړ کړى و.

 رشي سنک او ساجد جاويد دواړو  دبوريس جانسن انتظاميې  دطرزعمل او دهغه دډاوننګ سټريټ دفتر او کور کې   دغونډو کولو له امله  رامينځته شوي سکينډل کې دهغه  ډاګيز ملاتړ کړى و.

رشي  سنک ويلي دهغه لپاره په داسې حال  کې چې نړۍ  دوبا داقتصادي نتيجو څخه په تکليف کې ده، په اوکراين کې  جګړه او نور چيلنجونه، دچانسلر چوکۍ پريښودل اسان نه وو خو ولس توقعو کوي چې حکومت دې په غوره توګه ، په وړتيا او سنجيدګۍ سره وچلولى شي.

همدغه راز ساجد جاويد بوريس جانسن ته په ليکل شوي خط کې ليکلي دي  په دې وينا کولو افسوس کوي چې  دا وضعيت دهغه لپاره په ډاګه شويدى چې دغه وضعيت به  دهغه(بوريس جانسن) په مشرتابه کې نه بدليږي  او ځکه  بوريس جانسن دهغه  اعتماد هم بايللى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button