افغانستانمهم خبرونهنړۍ

ملاهبة الله وايي امريکا سره ښې اړيکې غواړي او دافغانستان خاوره به دچا په ضد نه کارول کيږي

دطالبانو مشرا ملا  هبة الله اخند دلويې اختر په مناسبت  دافغانستان خلکو ته پخپل يو جاري کړي پيغام کې مبارکي ورکړې او ويلي يې دامريکا او نورو هيوادونو سره ښې اړيکې غواړو او ژمنه يې کړې چې   ګاونډيو او دسيمې  نړۍ هيوادونو ته ډاډ ورکوي چې دافغانستان له خاورې څخه به نورو هيوادونو ته ګواښ نه پيښيږي.

دطالبانو مشر پخپل دغه بيان کې دښځو  دحقونو لپاره دکار کولو دعوه کړې خو  دا يې نه ده په ډاګه کړې چې هغه به کله طالبانو ته دجينکو ښوونځيو ته دپريښودو اجازه  ورکوي.

 په ډاګه دې وي چې  په طالبانو دنړيوالې ورورولۍ له لوري  بنديزونه لګيدلي او دهغوي حکومت  تر دې مهاله دنړۍ يو هيواد هم په رسميت نه دى پيژندلى.

په ٢٢م جون په افغانستان کې دزلزلې راتللو وروستو  دطالبانو  دحکومت په ستونزو او چيلنجونو کې نوره اضافه هم شوې ده او لا زياتو نړيوالو مرستو ته  اړتيا لري.

  دطالبانو مشر داختر پخپل پيغام کې ويلي   ” ـ موږ ګاونډيو او د سيمې او نړۍ هېوادونو ته پوره ډاډ ورکوو، چې افغانستان به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې زموږ له خاورې څخه په استفاده د نورو هېوادونو امنيت ته ګواښ پيښ کړي”

هغه  ويلي ” همدا ډول له نورو هيوادونو څخه هم غواړو چې زموږ په داخلي چارو کې هيڅ ډول مداخله ونه کړي”

 دطالبانو مشر ويلي  ”  موږ د امريکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې دپلوماتيکي، اقتصادي او سياسي اړيکې غواړو او دا د ټولو جهتونو په خير بولو”

 دطالبانو مشر  دا هم ويلي چې ”   افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دي، د هېواد په بيا رغونه کې بايد ټول ونډه واخلو دا مو هيوادنۍ مکلفيت او ديني وجيبه ده، په ټولو جهتونو غږ کوو چې موږ له هيچا سره ذاتي دښمني نه غواړو، زموږ غېږه د خپلو هېوادوالو پرمخ خلاصه ده. زموږ دوستي او دښمني د اسلامي اصولو پر بنا ده”

  هغه ليکلي ”  دا چې له بهر څخه افغانان بيرته خپل هيواد ته د راتګ په حال کې دي، نو د تماس کمېسيون ته لارښوونه کوم هغه افغانان چې هېواد ته راځي د هغوي سره ټولې شوې ژمنې پوره کړي، د هغوي سر، مال او عزت ته څوک زيان درنه ونه رسوي”

  دهغه وينا ده ”  څوک چې له اسلامي نظام سره د مخالفت هڅې کوي او په هېواد دننه او بهر د دسيسو ښکار ګرځي، په هغوي غږ کوم چې بايد له تيرو ترخو تجربو څخه زده کړه وکړي، نور د فتنو او فساد خپرول، د جنګ او بې امنۍ کوښښ کول د هيچا په ګټه نه دي، غوره ده چې د دغسې ناوړه حرکاتو څخه لاس واخلئ او د اسلامي شرعي نظام د حاکميت تر چتر لاندې هوسا ژوند ته را وګرځئ”

ملا هبة الله اخند ويلي  ”  اسلامي امارت ټولو هغو مشکلاتو ته متوجه دي چې زموږ خلک ورسره مخ دي، د اقتصاد پياوړتيا، بيا رغونه او د باقي پاتې مشکلاتو ليري کول زموږ او زموږ د ملت مشترک مسئوليت دي، راځئ چې لاسونه سره ورکړو، په ټولو مشروع امورو کې يو د بل ملاتړ وکړو او دا هيواد پخپل لاس بيرته آباد او سوکاله کړو”

هغه ويلي ” په خپل ولس مو باور دي چي د تل په څير به له اسلامي نظام څخه خپل کلک ملاتړ ته دوام ورکوي، د هغو علماوو متدينو مخورو او سپين ږيرو اقدامات د قدر وړ دي چې په دا وروستيو کې په کابل کې په يوه ستره غونډه کې سره راټول شول، له اسلامي امارت څخه يې خپل حمايت اعلان کړ او د ملت په خير او ګټه يې سپارښتنې وکړي”

 هغه ويلي ” له دغو علماء کرامو او مشرانو څخه غواړو چې لا هم خپلې هلې ځلې ونه سپموي او د سولې، امنيت او آبادۍ د دوام او استحکام لپاره لاهم له اسلامي امارت سره همکاره واوسي”

 دطالبانو دمشر په وينا ”  د ښوونې او روزنې بهير ته اسلامي امارت خاصه توجه کوي، خصوصا په ديني لحاظ د اولادونو تعليم او تربيې ته او ترڅنګ يې د عصري علوموتربيې ته، دا ټول هغه څه دي چې اسلامي امارت يې اهميت درک کوي او د ترقي لپاره به يې هڅې کوي “

هغه ويلي ”    اسلامي امارت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په چوکاټ کې د سمع شکاياتو اداره لري، هيوادوال کولاي شي چې د هرډول ظلم او زياتي په صورت کې د سمع شکاياتو له ادارې سره تماس ونيسي او خپل شکايت ثبت کړي. “

هغه ويلي ” همدا ډول د سمع شکاياتو کارکونکوته ځانګړې لارښوونه کوم چې د خلکو د شکايت په اوريدو کې خورا جدي واوسي، هر شکايت ښه تعقيب کړي، رسيدګي ورته وکړي او د شکايت کوونکي شکايت رفع او دفع کړي، په دې لاره کې که لا ډيرو اجراآتو ته اړتيا پيښيده له سترې محکمې او نظامي محاکمو څخه ځانګړې همکاري غوښتلي شي”

 طالب مشر ويلي ”  د روغتيا په برخه کې خلکوته تر ممکنه حده پورې سهولت برابرول هم د اسلامي امارت دنده ده، د صحت وزارت ته مو لارښونه داده چې حتي الامکان په ټولو نږدې او ليرې پرتو سيمو کې روغتونونه، صحي کلينيکونه او مرکزونه فعال وساتي، وده ورکړي او د صحت مسئلې ته لاهم توجه وکړي، له نړيوالو او داخلي روغتيايي بنسټونو سره د دوامداره اړيکې په وسيله د خپلو هيوادوالو لپاره د صحي چاپريال په پراخولو او لا ډير خدمت کولو کې ډير کوښښ وکړي”

  هغه ويلي ”  ديني علماء کرام دې په ټول هيواد کې د خلکو په دين پوه کولو او د خلکو د اعمالو اصلاح ته د امربالمعروف، معارف او عالي تحصيلاتو وزارتونو سره په همکاري ډيره توجه وکړي، هر ملت او هيواد هغه مهال د عزت او ريښتونې امن او سوکالۍ خوند څکلي شي چې له الله تعالي څخه بغاوت او سرکشي په کې نه وي، نو د خلکو د اصلاح او په دين باندې د خبرولو دنده علماء کراموته سپارل شوې، هغوي بايد په دې برخه کې لاهم خپل مکلفيت په احسنه وجه ادا کړي، په جوماتونو، غونډو، رسنيو او پروګرامونو کې د خلکو د اصلاح او ذهني تنوير کوښښ وکړي او هغوي ته د نيک هدايت وسيله شي”

  دطالبانو دمشر وينا ده ”  اسلامي امارت د هېوادوالو هرډول حقه حقوقو ورکولوته ژمن دي، ځکه چې اسلام موږ ته د ټولو خلکو د حقوقو د ورکولو او ساتلو امر کوي، همدا راز به د شريعت مطهره په چوکاټ کې د ښځو د حقوقو په تامين کې کوښښ کيږي”

” اسلامي امارت د اسلامي اصولو او شريعت په رڼا کې د هيواد د ملي منافعو په چوکاټ کې د بيان آزادۍ ته متعهد دى، ژورناليستان دې د دغو دوه مهمو ټکو په نظر کې نيولو او د ژورناليزم د اصولو په مراعاتولو سره خپل فعاليت کوي”

 هغه ليکلي ”  ټول سالم او متدين مخلص، با استعداده او مسلکي اقشار، چې بې داغه سابقه ولري، ډاکټران، انجنيران او تعليم يافته او ټول هغه کادرونه چې د ولس خدمت کولاي شي، ملي تجاران او سرمايه ګذران بايد پوه شي چې زموږ هيواد د دوي استعدادونو، لارښونې او کار ته ډيره اړتيا لري، اسلامي امارت دوي ته د قدر په سترګه ګوري، ټول به په مشترک او متعهد ډول خپل ويجاړ هيواد بيرته ودانوو”

 طالب مشر  ويلي ”  د اسلامي امارت ټول امنيتي ځواکونه بايد خپلو ورځنيو اعمالو، په خدمت کې اخلاص او ښه نيت، د خپلو مسئولينو اطاعت او له ولس سره نيک چلند ته خاصه پاملرنه وکړي، له غرور او تکبر څخه ځان وساتي او پخپل منځ کې لا ښه اتفاق او هماهنګي سره ولري”

 هغه دا هم ولي چې ” د بيت المال ساتنه او پالنه له موږ ټولو څخه ډيره توجه غواړي، خصوصا وسلې، نظامي وسائط، مهمات، حکومتي ودانۍ، ملي شتمنۍ او د بيت المال اړوند ټول شيان، د دې ملت امانت دي، هيڅوک يې د ضايع کيدو، خرابيدو او بې د مشرانو له اجازې په کې د تصرف کولو حق نه لري”

  دطالبانو دمشر په وينا ”  په دې وروستيو کې د هيواد په ځينو برخو کې د زلزلې له امله ډېري هيوادوال متأثره شول، د کورنۍ غړي يې شهيدان او زخميان شول، الله تعالي دې شهيدان وبخښي او دردېدلو ته دې صبر او اجر ورکړي”

” دا پېښه زموږ او د ټولو هيوادوالو لپاره ډېره خواشينوونکې وه، موږ ټول له دوي سره په غم کې شريک يو او مسؤلينو ته مو پر وخت دنده سپارلې چې د پېښې ځايونو ته ځانونه ورسوي او ژر تر ژره له خلکو سره اړينې مرستې وکړي، زه پوره باوري يم چې د مرستې په رسولو کې مسؤلينو خپله دنده په شفافيت او ښه توګه ترسره کړې ده”

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button