پاکستانسیاستمهم خبرونه

دپي ټي ايي لارښود حليم عادل شيخ لاهور څخه نيول شوى

 دپاکستان تحريک انصاف  ګوند يو لارښود اسد عمر  ويلي  دهغوي يو لارښود او په سندهـ اسمبلۍ کې  دمخالفو ګوندونو مشر حليم عادل شيخ دپنجاب سرښار لاهور څخه نيول شويدى.

 اسد عمر پخپل يو ټويټ پيغام کې ليکلي  حليم عادل شيخ  دشپې په ساده لباس کې  يو شمير خلکو نيولى دى.

 هغه ويلي  نيول نه بلکې تښتول دي او زياته کړې يې ده چې په هيواد کې  کوم قانون نه دى بچ شوى، دا وضعيت دعدليې، وکيلانو ورورولۍ، ميډيا او بشري حقونو دډلو لپاره ازمېښت دى.

 بل اړخ ته  دحزب اختلاف مشر حليم عادل شيخ  په نيول کيدو دهغه لور عايشه حليم  په ټويټر يوه ويډيو جاري کړي کړې چې پکې  هغې  ويلي پلار يې دلاهور څخه پرته له وارنټ څخه په ساده کپړو کې  يو شخير کسانو دشپې  درې نيمې بجې نيولى او دپينځوو ګينټو تيريدو باوجود هم  نه دي ويل شوي چې هغه چرته ساتل شويدى.

 هغې ويلي وړاندې يې هم  ويلي وو چې دپلار ژوند يې په خطره کې دى، هغه ته ددړکو ترلاسه کيدو وروستو دمشر قاضي په ګډون  نورو لوړپوړو افسرانو ته هم  خطونه ليکل شوي وؤ.

 هغې هم دخپل پلار نيول دتښتولو يوه پېښه ګرځولې ده.

بل اړخ ته دسندهـ ګورنر عمران  اسمايعل په يو بيان کې  ويلي دا دامريت حربې دي، هغوي ته نه شي ويلى چې حليم عادل شيخ چرته دى، دهغه جرم رښتيا وينا ده کوم چې موجوده مسلط شوى حکومت نه خوښوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button