افغانستانمهم خبرونهنړۍ

چين زلزله ځپلي افغانستان لپاره دتجارت او سرمايه کارۍ منصوبې اعلان کړې

  دچين سفير وانګ يو دافغانستان لپاره  تجارتي او سرمايه کارۍ  منصوبو اعلان کړى کوم چې دطالبانو په حکومت کې دکاروبار کولو لپاره په نړيواله کچه دکوم هيواد له لوري  پخلى دى، چرته چې دلويديزو هيوادونو له لوري دپنديزونو له امله دسختې زلزلې وروستو  دبشري کړکيچ دنور سنګينيدو اندېښنه ده.

  دنړيوالې خبري ادارې رايټرز له مخې په کابل کې دطالبانو انتظاميې دقدرتي افتونو دانتظام  مرستيال وزير  سره يو ځايې مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې  دچين سفارتکار وينګ يو د80ؤ لکو ډالرو دمرستې اعلان کړيدى، دغه پېسې په 22م جون په افغانستان کې دراغلې زلزلې لپاره ورکولى شي چې پکې له 1000ؤ څخه زيات کسان مړه شوي، خواوشا 3000 زره نور ژوبل شوي او10 زره کورونه پکې ړنګ شوي وؤ.

 دچين دغه سفارتکار وويل  انسانيت لپاره  دبشري  مرستې ترڅنګ تيرکال  دسياسي بدلون او زلزلې وروستو دهغوي سره  داقتصادي بيارغونې اوږدمهاله منصوبې دي، چې پکې به تجارت ته اوليت ورکولى شي، دکوم وروستو چې به سرمايه کارۍ او کرکيلې ته پام ګرځولى شي.

 دطالبانو حکومت  تر دې مهاله  دنړۍ يو هيواد هم په رسميت نه دى پيژندلى، چاچې تيرکال په افغانستان کې په حکومت وروستو له هغې قبضه کړې وه چې امريکا او دهغوي ايتلافيانو دطالبانو په ضد د20 کلنې جګړې وروستو  ناڅاپي  خپل پوځونه وويستل.

 دطالبانو حکومت دا مهال دسختو نړيوالو بنديزونو سره مخ دى، دکومو په اړه چې  دلويديزو هيوادونو دريځ دى چې دغه بنديزونه يواځې په هاغه صورت کې لرې کيدى شي چې  طالبان دهغوي شرايط پوره کړي چې پکې  بشري حقونو او په ځانګړې توګه دښځو حقونو ته درناوى لرل او جينکو ته ښوونځيو ته  دورتګ اجازه ورکول شامل دي.

 چين دافغانستان سره اوږده ګډه پوله لري، چين دخپلې لويې منصوبې بيلټ اينډ روډ باندې دسرمايه کارۍ په اړه  په ګاونډيو هيوادونو کې اثرورسوخ لري  او افغانستان څخه دبنديزونو پورته کولو غوښتنه کو.

 وينګ يو ويلي ددرنګ کنستو په دوو لويو منصوبو مذاکرات روان دي چې پکې په جنوبي افغانستان کې دتانبې يو کان ميس عينک هم شامل دى، ددې حقونه  دچين سرکاري کمپنۍ سره دي، چې تيرکال يې  دافغان حکومت سره تړون ترسره کړى و.

 هغه ويلي په افغانستان کې  معدنې ذخيرې شته چې  پکې د اوسپنې او تانبې لويې ذخيرې هم شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button