مهم خبرونهنړۍ

اسرايلي پوځ په ډزو يو بل فلسطينى وژلى

اسرايلي پوځ  په مقبوضه لويديزه غاړه کې  په ډزو يو فلسطينى وژلى دى.

دفلسطين دروغتيا وزارت ددغه تن پيژندګلو درفيق رياد ګهنم په نوم سره کړې ده او ويلي يې دي غه  اسرايلي پوځيانو  دشورو په سحر دجينن په جنوب کې په جبا سيمه کې وژلى دى.

 دژوبل کيدو وروستو دغه تن  داسرايلي پوځ لخوا نيول شوى و او وروستو يې دهغوي په بند کې ساه ورکړه، اسرايلي پوځ تر دې مهاله دهغه مړى وارثانو ته نه دى سپارلى.

 اسرايلي پوځ عموماً په مقبوضه لويديزه غاړه کې  تقريباً دروزانه په اساس  دخلکو دنيولو لپاره عمليات ترسره کوي  چې پکې اکثره فلسطينيان ژوبل کيږي او وژل کيږي.

اسرايلي پوځيانو دشورو په شپه 42 فلسطينيان نيولي  چې پکې 30 کسان درام الله سره نزدې دسلواد سيمې څخه نيول شويدي.

  دتير مارچ مياشتې راپديخوا    داسرايل او فلسطين په سيمو کې  داسرايلي ځواکونو لخوا 50 فلسطينيان وژل شويدي چې پکې دالجزيره خبرياله شيرين ابو اکليه هم شامل ده، څوک چې  په 11مه مئ   دجينن مهاجرينو په کيمپ کې درپورټنګ په مهال وژل شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button