مهم خبرونهنړۍ

دحج دمناسکو پيل،10 لکه عازمين نن مني ته روانيږي

 دکورونا وبا له امله ددوو کلونو دبنديزونو ورسوتو 10 لکه  کسان دحج فريضې ادا کولو لپاره نن دمني په لوري روانيږي.

 دنړۍ بيلا بيلو هيوادونو څخه ورغلي  دحج عازمين نن د7م  او سبا د8م  ذوالحج په مينځ شپه  دمکې مکرمې  څخه دمنا لپاره روانيږي، چرته چې  ددوه کاله اوږد انتظار وروستو  دحج عازمين   دپاتې کيدو لپاره دنړۍ ترټولو لويې دخيمو کلي کې دعصري اسانتياوؤ سره اباد شويدي.

 دحج دمناسکو له مخې به دحج عازمېنو ته  د8مې ذوالحجې  ورځ په مني کې  پخپلو خيمو کې تيرول وي،  دکوم ځايې څخ چې به هغوي دغرمې، ماذيګر او ماښامې  دلمونځ ادا کولو وروستو په 9مه ذوالحجه  دسحر لمونځ ادا کولو ورسوتو دوقوف عرفه لپاره روانيږي، دغه عمل به دبلې ورځې دغرمې ترلمونځ دوامداره وي.

 دحج عازمين به   په 9مه ذوالحجه  دزيارت په ورځ  دعرفات ميدان ته درسيدو په ترڅ کې دغرمې او ماذيګر لمونځ پخپلو خيمو کې ادا کوي او  دماښامې پورې پورې به په دعرفان په ميدان کې پاتې کيږي، چرته چې به حاجيان  خداې پاک ته خصوصي دعاګانې  او عبادتونه کوي.

 په 9مه ذوالحجه  دلمر پريوتو سره سم به حاجيان  دماښامې دلمونځ ادا کولو بغير دمزدلفې په لوري روانيږي او هلته په رسيدو به دماښامې او ماسخوتنې لمونځ يوځايې ادا کوي.

 حاجيان به  دمزدلفې شپه په پرانستې ډاګه تيروي او هلته به دشيطان په کاڼو ويشتلو لپاره دزيارت دورځې لپاره 70 واړه کاڼي راټولوي.

 حاجيان به په 10مه ذوالحجه  دجمعې په روځ دسحر لمونځ ادا کولو وروستو دلمر راختو پورې دعاګانې او مناجات کوي  چې ورته وقوف مزدلفه ويلى شي، حاجيان به په 12مه ذوالحجه  دلمر پريوتو څخه دمخه دمنا له حدودو څخه اوځي يا به په 13مه ذوالحجه درمي وروستو دخپلو کورونو په لوري ستنيږي.

 په ډاګه دې وي چې  سږکال دکورونا وبا وروست په لمړي ځل 10 لکه حاجيان دحج سعادت ترلاسه کوي چې پکې 8 لکه غيرسعوديان شامل دي

دحج دامنيتي عملې وينا ده  په دې مهمه موقعه دامن لپاره ټول انتظامات شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button