پاکستانقبائلمهم خبرونه

شمالي وزيرستان کې په پوځيانو دترهه ګرو بريد،يو عسکر شهيد، يو ژوبل

شمالي وزيرستان،حسبنالله

 دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې  دامنيتي ځواکونو او ترهه ګرو ترمينځ نښته کې يو عسکر وژل شوى او يو ژوبل شويدى.

 سيمه ييزو امنيتي سرچينو  وحدت نيوز ته ويلي تيره شپه ميرعلي کې  دهرمز سره نزدې  دامنيتي ځواکونو او ترهه ګرو ترمينځ نښته شوې ده چې پکې  دشپې په ګزمه کوونکو عسکرو  دوړاندې څخه دامنيتي ځواکونو په انتظار کې ناستو ترهه ګرو  په هغوي  ناتاره ډزې کړيدي چې له امله يې سپاهي وحيد په موقعه شهيد شويدى او سپاهي فرقان  ژوبل شويدي.

  دامنيتي ځواکونو دځوابي عملياتو روستو ترهه ګرو دشپې له تيارې څخه ګټه پورته کړې او په تېښته کې بريالي شويدي.

 ژوبل شوى عسکر دعلاج لپاره سي ايم ايچ بنو ته وړل شويدى.

دپېښې وروستو امنيتي ځواکونو په سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړيدي خو پکې   دچا دنيولو خبر نه دى ترلاسه شوى.

 ايي ايس پي ار تر دې مهاله ددغه نښتې په اړه څه نه دي ويلي

په شمالي وزيرستان  کې  دپاکستان حکومت او  کالعدم ټي ټي پي ډلې ترمينځ  داوربند باوجود  په دې وروستيو کې په امنيتي ځواکونو او پوليسو بريدونو کې اضافه راغلې ده  چې له امله يې  په سرکاري او ولسي کچه  بې قرارۍ او بدامنۍ کې اضافه شوې ده او خلک دخپل امنيت په اړه اندېښمن دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button