پاکستانمهم خبرونه

دپېښور پريس کلب مخې مخې ته دغيرمستقلۍ په ضد داستاذانو احتجاج

پېښور،حضرت يوسف

دپېښور پريس کلب مخې  او خېبربازار اؤ صدر ته په غزيدلي روډ  دلسګونو په شمير کې استاذانو  دبندو تنخاګانو  اؤ غيرمستقلۍ خلاف  احتجاجي مظاهره کړې ده اؤ غوښتنه يې کړې ده چې دوي ته دې خپل حق ورکړى شي.

 دمظاهرينو وينا وه چې  داستاذانو تنخا دتيرو دولسو مياشتو راهسې بنده ده چې له امله ئې  دوي  دسختو مالي مشکلاتو سره مخ دي اؤ دخپلو کورونو ضرورتونه نۀ  شي پوره کوي.

  دمظاهرينو وينا وه چې دوي ته سي پي فنډ اؤ پنشن اصلاحات ورته په يو صورت کې هم منظور نۀ دي.

 دمظاهرينو وينا ده چې  دوي دڅو مياشتو راهسې دسيکرټريټ او مختلفو ادارو چکرې وهلي  خو ددې باجود ددوي مستقلي نه ده يقيني شوې.

    مظاهرينو دپريس کلب مخې ته غزيدلى سړک دعجائب ګهر په مقام دهرقسمه تګ راتګ لپاره بند کړى ؤ چې له امله يې مسافر په تګ راتګ کښې سختو مشکلاتو سره مخ شويدي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button