پاکستانمهم خبرونه

کوټه کې دطوفاني بارانونو له امله شپږ کسان مړه شويدي

 دبلوچستان سرښار  کوټه کې دطوفاني باران له امله دکورونو چتو راپريوتو او نورو پېښو کې شپږ کسان مړه شويدي.

 دبلوچستان دکورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو داوسنيو بارانونو په اړه ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال ويلي  په بلوچستان کې  دپشکال بارانونه پيل شويدي او په کوټه کې دطوفاني باران له امله دکچه کورونو راپريوتو په ګډون بيلا بيلو پېښو کې شپږ کسان مړه شوي او 13 نور ژوبل شويدي.

هغه ويلي دضرورت له مخې  دپي ډي ايم اى له لوري سامان ليږل کيږي، دبلوچستان حکومت او ټولې ادارې بيدارې دي، دڅه څيز ضرورت وي چې هلته به مرسته ليږلى شي.

مير ضياء لانګو ويلي  ټولو ډويژنل او ډسټرکټ هيډکوارټرز کې دپي ډي ايم اى دفترونه جوړولى شي.

 دکوټې په ګډون دبلوچستان په بيلا بيلو ضلعو کې دباران لړۍ په دمې دمې سره روانه ده او دباران وروستو په دغه صوپه کې دتيرو څو ورځو راهسې دروانې ګرمۍ زور مات شويدى.

 په بلوچستان کې دتر يو شواروز په مهال کوټهو بارکهان، سبي، پنجګور، لسبيله، زيارت، اورماړه، لورالايي او خضدار کې په دمې دمې سره باران وريږي.

  دطوفاني بارانونو له امله دکوتې ښار ښکتنۍ سيمې د اوبو لاندې راغلي دي، دښار سړکونه او واڼۍ  دتالاب منظر وړاندې کوي.

 په کوټه کې دباران وروستو دښار يوه لويه برخه له بجلۍ څخه هم محرومه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button