مهم خبرونهنړۍ

امريکا کې دازادۍ دورځې په پريډ ډزې،6 کسان وژل شوي،له30ؤ زيات ژوبل

 امريکا  کې دازادۍ په ورځ  دډزو په بيلا بيلو پېښو کې خواوشا 6 کسان وژل شوي او 30 نور ژوبل شويدي.

  دامريکې  ښار شکاګو خواوشا سيمې هايي لينډ پارک کې په څلورمه جولايي  دازادۍ دورځې پريډ کتلو لپاره په راغلو کسانو دډزو له امله  لږ ترلږه شپږ کسان وژل شويدي او لږ ترلږه 30 نور ژوبل شويدي، پوليسو يو22 کلن ځوان نيولى هم دى، بريدکوونکي  په دغه پريډ په ممکنه توګه دنزدې ودانۍ له چت څخه ډزې کړې وې.

 دهايي لينډ پارک پوليسو کمانډر کرس اونيل، چې دپلټنيز ټيم مشري کوي، په خلکو ټينګار کړى چې  محفوظ ځايې ته دې لاړ شي ، پوليس مشکوک تن لټوي، بريدکوونکى يو سپين پوستى تن ښودل شويدى  چې سپين يا دنيله رنګ بنين يې اغوستى و، دڅو ګينټو لټون وروستو پوليسو دوه ويشت کلن رابرټ اي کريمو  نيولى، دغه تن په سملاسي توګه مشکوک نه دى ګرځول شوى خو يو داسې تن ګرځول شوى چې پولس ورته پام ګرځول غواړي.

 دښار ميئر نينسي روټرنګ يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې ويلي  په داسې ورځ چې مونږ دخپلې ازادۍ جشن نمانځلو لپاره راټول شوي وؤ، مونږ دقيمتي خلکو دضايع کيدو ماتم کوو او دهاغه ترهه ګرۍ مخنيوى کوو چې په مونږ نازله شوې ده.

 دډزو له پېښو څخه دمخه داوهايو سيمې اکرون کې دپوليس لخوا ديو  تورپوستي ځوان جى لينډ واکر  دوژنې په ضد په ټوله امريکا کې احتجاجي مظاهرې شويدي.

 دپلټنو په مهال دا خبره مخې ته راغلې وه چې کله دغه ځوان له پوليسو دتېښتې هڅه کوله نو هغه 60 ډزې ويشتل شوى و.

 له دغه پېښې وروستو مظاهرې پيل شوې وې  چې له امله يې په اکرون کې  بيړنى وضعيت پځايې کړى شوى و.

 دامريکا ولسمشر جوبايډن ويلي ” زه به دوسله وال تشدد دوبا خلاف جګړه نه ودروم”

 امريکايي ولسمشر ويلي دجون په اخره کې هغه په يوه لسيزه کې ترټولو ډاګيز دوسلې کنټرول اقداماتو په قانون کې دبدلولو په بل لاسليک کړى خو لا اوس هم ډير کار پاتې دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button