پاکستانمهم خبرونه

ډيره اسماعيل خان کې وسله والو دوه ټريفک پوليس عسکر وژلي

 دخېبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان سيمه کې دنامعلومو وسله والو په ډزو دوه ټريفک پوليس عسکر وژل شويدي.

 دپوليسو وينا ده چې  دډيره اسماعيل خان رته کلاچي سبزي منډۍ سره نزدې نامعلومو وسله والو په ډيوټۍ مامور ټريفک پوليس عسکرو باندې ناتاره ډزې وکړې

 دسرچينو وينا ده په دواړو پوليس عسکرو شوکت او حبيب دډزو وروستو وسله وال په تېښته کې بريالي شويدي، دپېښې په خبر ترلاسه کولو سيمې ته   په ګڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي او له سيمې څخه يې ټول شواهد راټول کړيدي او دپېښې پلټنې يې پيل کړيدي.

 په دې وروستيو کې  دخېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان، بنو او ډيره اسماعيل خان سيمو کې دتشدد په پېښو کې  تر ډيره حده اضافه راغلې ده چې پکې  په لسګونو پوليس او دپوځ ځوانان په نخښه کړى شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button