پاکستانقبائلمهم خبرونه

شمالی وزیرستان کښې په پوځیانو ځانمرګي برید، 15 عسکر ژوبل   

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دې اخیستې

 میرانشاه ( وحدت نیوز) دلومړنيو راپورونو له مخې دشمالي وزيرستان په ميرعلي تحصيل کې دامنيتي ځواکونو په کاروان ځانمرگي بريد کې اته امنيتي کسان ژوبل شوي دي . دپوليسو ځايي سرچينې وائي چې دشورو په ورځ دامنيتي ځواکونو يو کاروان په لاره ؤ. ميرانشاه ته د بنو ميرعلي روډ باندي نامعلومه موټر سائيکل سورو د خدي مارکيټ سره نزدې د سکيورټي فورسز ګاډي سره نزدي ځان ته چاودنه ورکړه چي  په پکښي اته سکيورټي اهلکار کفيل، نائيک ابرار، لانس نائيک منهاد، لانس نائيک زينت، لانس نائيک محسن، لانس نائيک وحيد، پولیس اصف خان او حولدار یعقوب ژوبل شوي دي، د سرچينو ترمخه د دريوؤ ژوبلو حالت نازک دى اؤ هغوي سي ايم ايچ بنو ته رسول شوي دي. له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د لټون عمليات يې پيل کړي دي، د ځايی پولیسو ترمخې د ميرعلي ميرانشاه روډ د خدي په سيمه کې د ټرافيک لپاره تړل شوېی دې. تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دې اخیستې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button