پاکستانمهم خبرونه

چارسده کې دغيرت په نوم ښځه او سړى او په پېښور کې له زياتي وروستو ماشومه وژل شوې ده

  دخېبرپښتونخوا په چارسده سيمه کې  يوه زنانه  او دهغې سره يو بل تن دغيرت په نوم وژل شويدي.

بلخوا په سرښار پېښور کې يوه ماشومه دجنسي زياتي وروستو وژل شوې ده.

 دچارسدې ډي پي او  سهيل خالد  دچارسدې په شبقدر سيمه کې  دغيرت په نوم دزنانه او دهغې سره ديو بل تن دوژنې  نوټس اخستى او دايس پي شبقدر بلال احمد په څارنه کې يې  عمليات ترسره کړي او  ددواړو په وژنه کې ککړ ملزمان پلار او زوې يې نيولي دي.

ملزمانو پلار او زوې  پوليسو ته ويلي دغه وژل شوې زنانه په يو ځانله کور کې دخپلو لوڼو سره مېشته وه  او خاوند يې  دمزدورۍ په غرض په سعودي عرب کې موجود دى.

 دوژل شوې زنانه سخر  پوليسو ته ويلي  ورته خبر ترلاسه شوى  و چې داينګور په کور کې يې نامحرم موجود دى دکوم وروستو چې دى  موقعې ته ورسيدو او داينګور په ګډون يې دغه تن په ډزو سره وژلى.

 دشبقدر تاڼې پوليسو دپېښې مقدمه درج کړې او دملزمانو په ضد يې نورې پلټنې پيل کړيدي.

بلخوا  دسيمه ييزو خلکو وينا ده په سرښار پېښور کې  په مبېنه توګه دريلوى يو ملازم ديوې ماشومې سره زياتى کړى او وروستو يې هغه  دکينټ ريلوى سټيشن سره نزدې  په ښختو  ويشتلو سره وژلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button