پاکستانمهم خبرونهنړۍ

دعمران خان دتورونو وروستو دجنرل باجوه په پوځ او ايي ايس ايي سياست څخه دلرې اوسيدو غږ

 دپاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه  خپلو ټولو کمانډرانو او  دايي ايس سره دتړلو چارواکو په ګډون خپلو مهمو افسرانو ته  له سياست څخه دلرې اوسيدو او دسياستمدارانو سره له خبرو څخه دډډې کولو لارښونې کړيدي.

دجنګ ورځپاڼې  ديو راپور له مخې  دپوځ سرلښکر دغه لارښوونې  دپخواني وزيراعظم عمران خان په مشرۍ دهغه دګوند تحريک انصاف له لوري  دعسکري اسټيبلشمنټ په ضد دپروپيګنډې په تناظر کې کړيدي چې پکې دايي ايس ايي په ځينو چارواکو تور پورې کړى شوى و چې هغوي په پنجاب کې  په اينده ضمني ټاکنو کې  تحريک انصاف ته دزيان رسولولو لپاره   سياسي سازباز کوي.

په راپور کې ويل شويدي دفاعي سرچينو په دې  تورونو افسوس څرګند کړى او  ويلي يې دي  دايي ايس ايي سيکټر کمانډر،  چې  دپي ټي ايي لارښودان يې بدناموي، له 15ؤ ورځو څخه تر زياته وخته په لاهور کې موجود هم نه و او  او هغه دپېشه وارانه کار په لړ کې په اسلام اباد کې دى.

 دراپور له مخې دپي ټي ايي لارښودنې او دپنجاب دروغتيا پخوانۍ وزير ډاکټر ياسمين راشد اوس اوس دهغه دنوم اخستو په ترڅ کې په هغه تور پورې کړى و چې  دپنجاب اينده ضمني ټاکنو کې په سياسي سازباز کې ککړ دى.

 دياسمين راشد څخه دمخه پخواني خارجه وزير او دپي ټي ايي مرستيال مشر شاه محمود قريشي تور پورې کړى و چې ځينې ناديده قوتونه  دپي ټي ايي په ضد په صوبه(پنجاب) کې  په ضمني ټاکنو داثرانداز کيدو لپاره فعاله دي.

همدغه راز  دپي ټي ايي مشر عمران خان هم  اوس اوس تور پورې کړى و چې دهغه ځينو اميدوارانو   هغه ته دنامعلومو نمبرو څخه دټيليفون کالونو ترلاسه کيدو شکايت کړيدى.

 هغه دا هم ويلي وو چې په ضمني ټاکنو کې  دسازباز لپاره دهغ دګوند په لارښودانو او کارکوونکو فشار راوړل کيږي.

په راپور کې ددفاعي سرچينو له قوله ويل شوي بايد پي ټي ايي  دامنيتي اسټېبلشمنټ دبنامولو پځايې شواهد وړاندې کړي او که چرې هغوي ته لږ شان ثبوتونه هم ورکړى شول نو دذمه وارانو په ضد به سخت اقدام کولى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button