پاکستانمهم خبرونهنړۍ

امريکا دعمران خان دسازش تورونه بيا رد کړل

دامريکا خارجه محکمې  دپخواني وزيراعظم عمران خان  هاغه دعوې يوځل بيا رد کړي چې ګنې  واشنګټن  دپي ټي ايي  دحکومت په رانسکورولو کې ککړ دى.

 دډان ورځپاڼې په راپور کې ويل شويدي  تيره ورځ دغه شخړه په ميډيا کې  دزيرګردش  هاغو راپورونو سره يوځل بيا راپورته شوې وه  چې دپي ټي ايي  سمندرپورې سيکتر عبدالله ريار دجنوبي او مينځنۍ ايشيايي چارو په اړه دامريکا دمرستيال  خارجه وزير ډونلډ لو سره رابطه کړې او هغه ته يې دماضي دهيرولو په ترڅ کې دمخ په وړاندې تګ وينا کړې ده.

 دا په داسې حال کې ده چې  عمران خان  دعوه کوي  چې په پاکستان کې  مخالفو ګوندونو دامريکا څخه پېسې  اخستي  او دامريکا سره په ګډه يې دسازش کولو دلارې دهغه حکومت رانسکور کړى

 وروستو دپي ټي ايي مشرانو ميډيا ته ويلي وو دهغوي ددعوې بنياد هاغه مراسله ده چې په واشنګټن کې دپاکستان پخواني سفير په 7م مارچ اسلام اباد ته ليږلې وه چې پکې دسازش جزئيات درج وؤ،  په دې مراسله کې دپاکستاني سفير اسد مجيد خان دډونلډ لو سره دپاکستان په سفارتخانه کې دشوې ليدنې جزئيات درج وؤ.

 ډان ته له سفارتي سرچينو معلومه شوې ده چې په دغه مراسله کې  دغه خبرې  دياد شوي سفير په الوداعي  ميلمستيا ترسره شوې وې  خو په دغه مراسله کې دڅه رقم سازش په اړه څه نه وو ويل شوي.

 خو ډونلډ لو دجوبايډن انتظاميې   لخوا دپخواني  وزيراعظم  عمران خان په هاغه ورځ  دماسکو په سفر دناخوښۍ څرګندونه کړې وه  په کومه ورځ چې روسيې په اوکراين بريد کړى و.

 ښاغلي لو دا هم ويلي وو چې دا ناخوښي به تر هغې دوامداره وي ترڅو چې عمران خان وزيراعظم وي، دخبرو په مهال ښاغلي لو دپي ټي ايي دحکومت په ضد دبې باورۍ دتحريک په اړه هم پوښتنې کړې وې ځکه چې دغه په ټوله ميډيا و.

 کله چې  ډان دامريکا دخارجه محکمې سره دښاغلي ريار دتبصرې په اړه رابطه وکړه نو يو وياند ورته وويل  ديو معياري عمل په توګه هغوي  په شخصي ډيپلوماټيکو غونډو تبصره نه کوي.

 دعمران خان له لوري  دهغه دراپرځولو کې دامريکا يي مداخلې په اړه  وياند وويل”  لکه څنګه چې مونږ وړاندې هم ويلي وو په دې تورونو کې هيڅ حقيقت نشته”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button