پاکستانمهم خبرونه

بلوچستان کې دمسافرو ګاډى ژورې کندې ته پريوتى،19 کسان مړه

  دبلوچستان ښار ژوب  تحصل شراني په سيمه دانه سر کې   ديو غار سره نزدې  دمسافرو ګاډى  ژورې کندې ته پريوتى چې له امله يې 19 کسان مړه او 11 نور ژوبل شويدي.

 دسيمې داسسټنټ کمشنر شيراني محتاب شاه له مخې دغه پېښه داتوار په سحر دتيزرفتارۍ له امله مخې ته راغلې ده، کوم بس چې دپېښې ښکار شوى هغه داسلام اباد څخه کوټې ته روان و چې پکې 30 مسافر سواره وؤ، پېښه دشيراني ضلعي دانه سر سره نزدې  هاغه مهال رامنځته شوې ده ده چې  دمسافرو ګاډى ديو موړ څخه تيريدو.

 دډاڼ نيوز له مخې  دسول هسپتال ژوب  ميډيکل سپرنټډنټ ډاکټر نورالحق ويلي  روغتون ته دورړل شوو ژوبل شوو کسانو حالت تشويشناک دى او دمړو په شمير کې دزياتوالي اندېښنه ده.

 دپېښې دخبر ترلاسه کولو وروستو سيمې ته امدادي ډلې رسيدلي    او مړه او ژوبل کسان يې سول هسپتال ژوب او سول هسپتال مغل کوټ ته رسولي دي.

بلوچستان کې له دې وړاندې هم دغه رقم  ټريفکي پېښې رامينځته شويدي چې په علتونو کې يې دسړکونو خراب حالت، دټريفک داصولو څخه دډرايورانو بې خبري، بې احتياطي  او تيز رفتاري شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button