پاکستانمهم خبرونه

پوليس وايي چارسده کې وسله والو يو خبريال وژلى

چارسده،علي اکبر

دپوليسو وينا ده د خېبرپښتونخوا دچارسدې ضلعې په شبقدر سيمه کې بيګاه   نامعلومو وسله والو يو سيمه ييز خبريال په ډزو سره وژلى دى.

 دوژلى شوي  خبريال مړى وروستو  نزدې روغتون ته وړل شوى و او نن داتوار په ورځ  يې جنازه ادا شوې ده چې پکې په ګڼ شمير کې خلکو ګډون کړيدى.

 وروستو وژل شوى خبريال افتخار  احمد پخپل پلرني قبرستان  فاطمه خيل شبقدر کې خاورو ته سپارل شويدى.

 دپوليسو وينا ده هغوي  دوژلى شوي خبريال په وژنه کې دککړو کسانو دلټولو په غرض پلټنې پيل کړي  چې پکې  دذاتي دشمنۍ اړخ هم شامل دى.

 په شبقدر پوليس تاڼه کې  دوژلى شوي خبريال دوژنې په ضد ايف ايي ار درج کړى شويدى.

بل اړخ ته  دافتخار احمد دوژنې په ضد سيمه ييزو خبريالانو احتجاجي مظاهره کړې ده، مظاهرينو دشبقدر چوک نه ډي ايس پي افس پورې احتجاجي واک کړيدى.

په دې موقعه دمظاهرينو وينا وه چې په ډک بازار کې دخبريال وژنه دافسوس وړ ده، دوي غوښتنه کړې ده چې دافتخار احمد وژونکي دې په سملاسي توګه ونيولى شي او حکومت دې صحافي ورورولۍ  دتحفظ لپاره کوټلي اقدامات وکړي.

دوي دا غوښتنه هم کړې ده چې   حکومت دې دوژلى شوي خبريال کورنۍ ته دشهيد پيکج ورکړي.

  دسرچينو وينا ده وژل شوى خبريال افتخار احمد دايکسپريس نيوز او  ايکسپريس ورځپاڼې سره  دسيمه ييز همکار په توګه تړلى و.

سږکال دجنورۍ په مياشت کې  دلاهور پريس کلب  مخې ته  په موټرسايکل سورو وسله والو  دحسنين شاه په نوم يو خبريال وژلى و، حسنين شاه  ديو شخصي ټي وي چينل کيپيټل نيوز سره دکرايم رپورټر په توګه  تړلى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button