افغانستانمهم خبرونهنړۍ

افغانستان : طالبانو درې کسان په درو وهلي دي

دقندهار ولايت مقام وينا ده ددغه ولايت مرافعه محکمې په دريو کسانو شريعي حد جاري کړى او هر يو يې 39 درې وهل شويدى.

 دافغانستان دپژواک خبري دارې  دخبر له مخې دولايت مقام لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دمحکمې دا پريکړه وړمه ورځ عملي شوې ده.

دسرچينو وينا ده دمرافقعه محکمې دديوان جزاء لخوا دقندهار مرافعه محکمې درئيس مولوي محب الله او ددې محکمې ديو شمير نورو منسوبينو په حضور کې دمجرمينو په اړه تعزيراتي  پريکړې شوي او هر يو 39 درې وهل شويدى.

 خو طالبانو په درو دوهلو کسانو جرمونه نه دي په ډاګه کړي.

تيرکال  داګست په 15مه نېټه داشرف غني دحکومت درانسکوريدو او طالبانو واک ته له رسيدو وروستو په افغانستان کې دبشري حقونو دسرغړونو پېښې پرله پسې په سيوا کيدو دي. دبشري حقونو ډلې، لويديز هيوادونه او ملګري ملتونه له طالبانو غوښتنه کوي چې بشري حقونو ته دى درناوي ولري او په ځانګړې توګه دې  جينکو ته  ښوونځيو ته دبيرته تګ اجازه ورکړي

 خو طالبان بيا دريځ لري چې په افغانستان کې اوس ټول خلک او ښځې اوس خوندي دي  او هغوي يې حقونو ته درناوى لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button