خېبرپښتونخوا: عملياتو کې څلورترهه ګر وژل شوي،درې پوځيان هم ژوبل
امنيتي ځواکونو دخېبرپښتونخوا قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې په دوو بيلا بيلا عملياتو کې څلور ترهه ګر وژلي او دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا په خېبر ضلع کې په يو بريد کې درې پوځيان هم ژوبل شويدي.
دپاک پوځ دعامه اړيکو څانګې( ايي ايس پي ار) لخوا جاري کړى شوي بيان کې ويل شويدي دشمالي وزيرستان تحصيل غلام خان کې دپټ خبر په اساس ترسره شوو عملياتو کې دډزو په تبادله کې درې ترهه ګر وژل شويدي.
دډان نيوز له مخې حکومتي سرچينو ويلي په شمالي وزيرستتان کې دډزو په تبادله کې يو بل تندلارى هاغه مهال وژل شوى چې دافغانستان څخه ترهه ګرو کنجيرا او وارګر چوکيو سره نزدې دسرحدي ازغن تار دماتولو هڅه وکړه.
دسرچينو وينا ده دنښتې په مهال يو عسکر ثاقب ژوبل شوى چې دعلاج لپاره ميرامشاه روغتون ته رسول شويدى.
دشمالي وزيرستان مداخيل سيمه کې په يوه بل وسله وال بريد کې شيرشاه نومې دپوليو کارکوونکى ژوبل شويدى چې دميرعلي روغتون ته وړل شوى خو وروستو ډاکټرانو هغه دنور علاج لپاره پېښور ته ليږلى دى.
دسرچينو وينا ده چې دخېبر ضلعې لرې پرتې سيمې تيراه کې دافغانستان پولې ته نزدې په يوه پوځي چوکۍ بريد کې هم درې پوځيان ژوبل شويدي چې دعلاج لاپره نزدې دروغتيا پوځي مرکز ته وړل شويدي.
وروستو دلټونې عملياتو په مهال ١٣ مشکوک کسان دپلټنو لپاره پورته کړى شوي او نامعلوم مقام ته بوتلل شويدي.
دشمالي وزيرستان تحصيل غلام خان کې ديو پټ خبر په اساس ترسره شوو عملياتو په اړه سرچينو ويلي په ګنګاخيرکلي کې دخېبرپښتونخوا پوليس دترهه ګرۍ دمخنيوي پوليسو او دفرنټير کور ځواکونو دترهه ګرۍ دمخنيوي ځواک ګډ عمليات ترسره کړيدي، دغه عمليات دافغانستان څخه دترهه ګرو ديوې ډلې لخوا په شمالي وزيرستان کې دمداخلې په خبر ترسره شويدي.
دسرچينو وينا ده ترهه ګرو په امنيتي ځواکونو ډزې کړيدي او دډزو په تبادله کې درې ترهه ګر وژل شويدي، دهغوي ملګري افغانستان ته تښتيدلي دي.
دحکومتي سرچينو وينا ده دوژل شوو ترهه ګرو پيژندګلو دافغانستان دکونړ داوسيدونکې سعيد الله عرف علي دمحمد سعيد زوې، دضلع خېبر دباړې تحصيل اوسيدونکي ضيا الرحمان افريدي عرف طلحه دعاشق خان ځوې او دنوښار پبو چوکۍ دراب اوسيدونکي مستقم خان دغلام زمان دزوې په نومونو سره شوې ده.
دسرچينو وينا ده چې دوژل شوو ترهه ګرو تعلق دداعش ډلې سره ښودل کيږي چې دافغانستان دکونړ ولايت له يو پټ مقام څخه راغلي وؤ.
دامنيتي معاملو څخه خبر يو چارواکي ويلي په حيرانونکې توګه هغوي دخوست په لاره شمالي وزيرستان ته دورتګ انتخاب کړى، دهغه په وينا تندلارو دغه لاره له دې امله ټاکلې چې هغوي دغرايزې سيمې څخه ناواقفه وو او يا يې دکوم بريد منصوبه لرله.
دحکومتي سرچينو وينا ده چې دترهه ګرو له قبضې څخه وسله، ګوله بارود، پاکستاني کرنسي او دستاويزات هم ترلاسه شويدي.