افغانستانپاکستانمهم خبرونه

پاکستان ته له افغانستان څخه دکولې راوړلو لړۍ پيل شوه،راپور

 پاکستان ته دافغانستان څخه دکولې ددرامد لړۍ پيل شوې ده  کومه چې دهيواد په بيلا برخو کې   په کولې سره چليدونکو پاور پلانټونو ته رسول شروع شويدي.

 دډان ورځپاڼې په راپور کې  ديو چارواکي له قوله ويل شويدي  دحکومت له لوري اړونده محکمو، په ځانګړې توګه دپاکستان ريلوى دکولې محفوظ او چټک وړلو راوړلو لپاره دځانګړو انتظاماتو امر څخه دوه ورځې وروستو دافغانستان څخه دکولې راوړل پيل شويدي.

 دغه چارواکي ويلي  دا مهال خوشحال کوټ ريلوى سټيشن  ته روزانه درې زره ټنه څخه کمه کوله راوړل کيږي، خو دميانوالي ضلعې کنديان او دبلوچستان سبي سيمې څخه دکولې  دعملياتو له پيل وروستو  درسد تر 20 زره ټنه درسيدو توقعو ده،همدغه راز سبي سټيشن ته به په ټرکونو کي  دويش چمن پولې دلارې کوله ترلاسه کيږي.

 وزيراعظم شهبازشريف   له دې وړاندې اړونده چارواکو ته افغانستان څخه دارزانې کولې ددرامد کولو وينا کړې وه دکوم وروستو چې افغان چارواکو پخپل هيواد کې  ديو ټن کولې نرخ د90 ډالرو څخه 200 ډالرو ته رسولى و.

 دچارواکي وينا وه  اسلام اباد افغانستان ته دکولې ادايګي په روپو کې کوي  نو ځکه په نرخونو کې داضافې په کومه ځانګړې اغيزه نه کيږي.

 دې لړ کې به دريلوى دوزير خواجه سعد رفيق په مشرۍ نن په دريمه جولايي مهمه غونډه پاکستان ريلوى هيډکوارټرز کې ترسره کيږي، غونډه کې به  اينده ورځو په مهال دکولې عملياتو پيل کولو په اړه مهمې پريکړې کيږي.

 دغه چارواکي وويل  دتړون له مخې ساهيوال او دحب پاور پلانټونو ته  کوله دسړک پځايې دريل نيټ ورک دلارې درسولو پريکړه هم شوې ده.

 بل اړخ ته  پي ار هيډکوارټرز کې ديو غونډې دمشرۍ په مهال وفاقي وزير خواجه سعد رفيق  پاکستان ريلوى انتظاميې ته امر کړى چې  دافغانستان څخه دکولې راوړلو لپاره دې دويګنو ورکړه باوري کړي.

په غونډه کې پريکړه شوې ده چې  سبي، کنديان، او خوشحال کوټ کې به ترانسپورټيشن مرکزونه جوړولى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button