پاکستانمهم خبرونه

رانا ثنالله وايي پوځ ته ټي ټي پي سره دمذاکراتو کولو واک ورکړى شويدى

 داخله وزير رانا ثناء الله ويلي دي  يوې پارلماني کميټۍ  عسکري مشرتابه  ته دناچله تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) ډلې سره دمذاکراتو کولو   واک ورکړيدى.

 ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال  رانا ثناالله وويل  عسکري مشرتابه به کميټي په مذاکراتو کې دکوم کيدونکي پرمختګ څخه خبروي او بيا به په دې په پارلمان کې بحث کيږي.

 هغه وويل  مذاکرات به يواځې  دايين لاندې ترسره کيږي او زياته کړې يې ده چې  نه خو به دايين څخه بالا کومه   معامله باندې مذاکرات کيږي او نه به هم دايين په ضد کومه معاهده کيږي.

 دکورنيو چارو وزير ټي ټي پي سره  دايين لاندې  دمذاکراتو  کولو  دغه خبره په داسې حال کې کوي چې دټي ټي پي ډلې له لوري په دې وروستيو کې څو کرته  په ډاګه کړى شوې ده چې هغوي دپاکستان ايين نه مني او ددې ترڅنګ  چې دهغوي له لوري کومې غوښتنې مخې ته راغلي هغه هم  په واضحه ډول غيراييني دي.

 په ٢٢م جون پوځ سياسي مشرتابه ته باور ورکړى  و چې په روانو مذاکراتو کې به  ټي ټي پي ډلې ته دايين څخه بالا کومه اساني نه شي ورکولى  او ددغه ترهه ګريزې ډلې سره ترسره کيدونکې معاهده به دپارلمان په منظورۍ پسې مشروط وي.

  له دې وړاندې  دلويې سياسي ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ له لوري دمذاکراتو په اړه په باور کې نه اخستو او باندې احتجاج شوى و او غوښتنه شوې وه چې ټي ټي پي سره دمذاکراتو په اړه دې پارلمان په باور کې واخستل شي.

ددې ترڅنګ  دجماعت اسلامي سره تعلق لرونکي سينيټر مشتاق احمد هم اوس اوس دټي ټي پي سره دکيدونکو مذاکراتو دپارلمان څخه دپټ ساتلو معامله راپورته کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button