افغانستانمهم خبرونهنړۍ

ننګرهار کې په مدرسه بمي بريد کې اته کسان ژوبل شويدي

د ننګرهار روداتو ولسوالۍ زينو کلي کې يوې مدرسې عثماني ذالنورين ته د لاسی بم ورغورځولو پېښه اته تنه ټپيان شوي.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصيرزابلی زابلي وايي پېښه نن شپه يوه بجه رامنځته شوي.

دی وايي د روداتو امنيه قوماندانۍ مسولين د پېښې ځای ته په وخت ور رسيدلي او ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته ليږدول شوي.

نوموړي زياتوي د پېښې په تور څوک نه دي نيولي شوي او په اړه يې پلټنې پيل شوي دي.

تراوسه د دې پېښې پړه کوم چا نه ده اخستې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button