پاکستانقبائلمهم خبرونه

جنوبي وزيرستان: وسله والو يو پوليس افسر وژلى،ځوابي ډزو کې ترهه ګر هم وژل شوى

نورعلي وزير

د افغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې  جنوبي وزيرستان  په وانا برمل تحصيل کښي  دترهه ګرو په  په ډزو    دترهه ګرۍ دمخنيوي دمحکمې  پوليس سب انسپکټر موسى خان سليمان خيل شهيد او يو ا عسکر ژوبل شوي دى

 دپوليسو وينا ده په ځوابي  ډزو  کې يو ترهګر  وژل شوى  او يو بل   ژوبل شوى دى .

  دسرچينو وينا ده چې  د جنوبي وزيرستان   د وانا تحصيل برمل اعظم ورسک پوليس   تاڼې سره نزدې د په يوه حمله کې  دسي ټي ډي  پوليس سب انسپکټر موسى خان سليمان خيل په موقع ساه ورکړې  او يو پوليس   عسکر ژوبل شوى دى .

دپوليسو  له مخې دپوليسو په ځوابي ډزو کې يو وسله وال  وژل شوى  او يو بل ټپي شوى دى.

 پوليسو سيمه  پخپله ولکه اخستې  او د پېښې   ځاي   ته ګڼ عسکر رسيدلي دي.

 دوژل شوي   سب انسپکټر موسي خان د جنازې لمونځ ادا کړى شوى دى

  دسرچينو وينا ده چې  سب انسپکټر موسى خان د پوليسو   محکمې د يو زړه ور پوليس افسر په توګه پيژندل کيدو.

  په دې وروستيو کې  په جنوبي او شمالي وزيرستان کې په امنيتي ځواکونو ترهګريزو بريدونو کې اضافه راغلې ده چې پکې  په ګڼ شمير کې عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.

 دجنوبي وزيرستان  خلک په سيمه کې دامنيت دخرابيدونکې وضعې له امله  داندېښنو سره مخ دي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په سيمه کې دامن پځايې کولو لپاره  کوټلي اقدامات وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button