افغانستانمهم خبرونهنړۍ

طالبان وايي ملا هبة الله په کابل کې دعالمانو غونډې ته ورغلى

 دطالبانو مرستيال  مشر بلال کريمي دعوه کړې ده چې دطالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده په کابل کې دعالمانو غونډې ته ورغلى دى.

 دافغانستان دطلوع نيوز له مخې  دطالبانو مشر په داسې حال کې  خيمې ته ورننوتلى چې دطالبانو داخله وزير سراج الدين حقاني  غونډې ته وينا کوله.

 کله چې مولوي هبة الله  غونډې ته ورسيدو نو دحقاني  وينا هم ودريده، توقعو کيږي چې مولوي هبة الله اخندزاده به  غونډې ته وينا هم وکړي.

په کابل کې دا جرګه په داسې حال کې روانه ده چې ټاکل شوې ده امريکايي چارواکي دزيارت په ورځ په قطر کې دطالبانو دلوړپوړو چارواکو سره دافغانستان دځينو شتمنيو په خلاصولو خبرې کوي، واشنګټن هڅه کوي دغه پېسې دطالبانو لاسو ته دورتللو پځايې دستونزو سره مخ افغانانو ته نيغ په نيغه ورشي.

دطالبانو په کابل کې واک ته له رسيدو وروستو دثانوي ښوونځيو جينکۍ له تعليم منعې کړى شويدي، ښځې له حکومتي روزګارونو اخوا کړى شوي، په يواځې له سفرونو منعې کړى شوي او په ولسي مقاماتو ورته دمخونو او ټول بدن پټولو امر شويدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button