مهم خبرونه

دافغانستان خلکو په 2021م کې ترټولو زياتې پريشانۍ تجربه کړيدي،دګېلپ سروى:طالبان يې دروغ ګڼي

 دګېلپ امريکايي بنسټ په يوه نظرپوښتنه کې ويل شويدي چې دافغانستان خلکو په 2021م کې ترټولو زياتې پريشانۍ تجربه کړيدي.

 دغه بنسټ پخپله نظرپوښتنه کې په ډاګه کړې ده چې 74 فيصده دافغانستان خلکو تيرکال ذهني پريشاني او خفګان تجربه کړيدى.

  په رپورټ کې   ويل شويدي چې تېر  کال د افغانستان ۸۰ سلنه خلک پريشانه  وو او ۶۱  فيصده خلک له سرپرست حکومت وروسته وارخطا او غمژن وو.

  دګيلپ  دموندنو  په اساس افغانستان ترټولو کم مثبت دى او نړۍ  په منفي تجربو کې پرمخ وړي.

 په راپور کې ويل شويدي چې د217م څخه راپديخوا افغانستان په ټوله نړۍ کې ترټولو  کمه مثبته درجه بندي لري، په 2020م کې ګيلپ  دوبا له امله  په دغه هيواد کې سروى نه وه ترسره کړې.

 دپوهنتون يو ليکچرر پرويز خليل ويلي “” دجينکو ښوونځيو تړلو او په انفرادي  ازادۍ  محدوديت او په زيات مهم ډول، په افغانستان کې  د ولسي وګړو بې چارګۍ  او په ولسي وګړو او کورنيو  کې په  پراخه پيمانه  غربت  په نړۍ کې افغانان ترټولو خفه قام جوړ کړيدى.

 خو دطالبانو داسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي  په ټويټر  دګيلپ  موندنې  ناسمې بللي دي او ويلي يې دي دګيلپ  سروى چې دعوه کوي 74 فيصده افغانان  پريشانه  او بې ارامه دي، دروغ ده، هغه دا هم  ليکلي دي چې دا راپور پروپيګنډه ده او ددروغو په اطلاعاتو اساس لري، هغه دعوه کړې ده چې  داسلامي امارت واک ته له رسيدو وروستو اکثريتي خلک په رښتيني ډول محفوظ  او خوشحاله دي.

 په راپور کې  ويل شويدي چې  افغانستان په کال 2021م کې  عراق  دمنفي تجربو له انډيکس دلوړمقام څخه بې ځايه کړى  په  کوم چې ددوو کلونو راهسې  هغه پځايې و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button