مهم خبرونهنړۍ

دهند سپريم کورټ نوپور شرما ته له ټول هيواد څخه دبښنې غوښتو امر

  دهند سترې محکمې دجمعې په ورځ  هند دواکمن ګوند بهارتيا جنتا ګوند پخوانۍ ويانده نوپور شرما په هيواد کې  داړي ګړي او ګډوډي ذمه واره ګرځولې او  هغې ته يې  له ټول هيواد څخه دبښنې غوښتلو امر کړيدى.

دډان نيوز دراپور  کې  دهندي خبري ادارې ټايمز اف انډيا له مخې ويل شويدي   نوپور شرما دامنيتي اندېښنو او دهغې ژوند ته دپېښو خطرو   لوري ته په پام راګرځولو دهغې په ضد په بيلا بيلو ښارونو کې ددرج شوو مقدمو نوي ډيلي ته دانتقال لپاره  دهند په ستره محکمه کې خواست جمع کړى و چې هغې ته په مستقل ډول  دوژلو دړکې  ترلاسه کيږي  خو وروستو هغه له خپل خواست څخه لاس پسر شوې وه.

 محکمې دنوپور شرما له لوري دسپکاوي په بيان دبښنې په اړه پخپلو څرګندونو کې وويل”  اوس په بښنې غوښتو کې ډير وخت تير شوى او طاقت ستا په سر سور شويدى. “

 محکمې  دبي جى پي په لارښودنې سخته نيوکه کړې او ويل يې دي دغه رقم خلک مذهبي نه وي  ځکه چې مذهبي خلک دټولو مذهبونو درناوى کوي.

مشر وکيل منندرسنګهـ په دغه موقعه ويلي نوپور بښنه غوښتې وه خو سترې محکمې وويل  ددغسې خلکو يوه ايجنډا وي  او دهغوي اصل  ناپاکه مقصد ارزان شهرت ترلاسه کول وي.

  دهند ستر ې محکمې  دسپکاوي بيان ورکوونکې  دغه زنانه “بد ژبې ” ګرځولې  او ويلي يې دي  دهغې بدې ژبې په ټول هيواد کې اور لګولى دى، هغې غيرذمه وارانه بيانونه ورکړي  چې داودى پور پشان دپېښو علت جوړ شوى  او او هغه دعوه کوي چې دلسو کلونو راهسې وکالت کوي، هغې ته له ټول هيواد څخه بښنه غوښتل پکار دي.

  داين ډي ټي وي له مخې  محکمې  په هيواد کې ځايې په ځايې  دروانو احتجاجونو، فسادونو او تشدد دپېښو په حوالې ورکولو وويل  څنګه چې هغې په ټول هيواد کې جذبات راپارول، نو په هيواد کې چې څه هم روان دي ددې لپاره دا ښځه ذمه واره ده.

محکمې هغې ته وويل دهغې په خواست يو تن په سملاسي توګه نيول کيږي خو دهغې په ضد دګڼو ايف ايي ارونو درج کيدو باوجود دډيلي پوليسو هغې ته لاس هم نه دى وروړى، له دې څخه دهغې دطاقت اندازه کيږي.

 کله چې  دهغې وکيل  وويل  موکلې ته يې  دپېښو امنيتي خطرو له امله په خواست کې دهغې نوم نه دى ليکل شوى نو عدالت وويل هغې ته امنيتي خطرې پېښې دي که هغ پخپله امنيتي خطر جوړ شويدى؟

د30ؤ منټو پورې دلايلو اوريدل کيدو وروستو قاضي سوريا کانت او جى بي پردي والا باندې مشتمل دسترې محکمې  دوه کسيز بينچ دنوپور شرما د خواست منلو څخه انکار کړى  چې دکوم له امله يې  دهغې وکيل  دخپل خواست څخه لاس پسر کيدو باندې مجبور شويدى.

 دعدالت له لوري خواست مسترد کيدو وروستو دبي جى پي  دلارښودې په مشکلاتو کې اضافه شوې ده او اوس به هغه  په مختلفو رياستونو کې ددرج مقدمو په لړ کې  دټولو دپلټنو برخه جوړيږي.

 دبي جى پي  دغه پخوانۍ وياندې نوپور شرما په يو ټيلي ويژن شو کې دبحث په مهال  دپيغمبر(ص) په اړه دسپاوي بيان ورکړى و دکوم وروستو چې په هند کې سختې مظاهرې پيل شوې وې او دپاکستان په ګډون دټولې نړۍ مسلمانانو دهغې ددغه بيان سخته غندنه کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button