افغانستانپاکستانمهم خبرونه

“مونږ بايد قحط ته وده ورنکړو” : کهر په افغانستان دبنديزونو دنرمولو غږ وکړو

 دخارجه چارو دمملکت وزيرې حنا رباني کهر  دطالبانو دحکومت لپاره دافغانستان په ضد دلويديزو بنديزونو دنرمۍ لپاره غږ کړى او ويلي يې دي چې  دافغان اقتصاد بنيادي فعاليت په خطر کې نه دي اچول پکار.

تيرکال  په افغانستان دطالبانو دواکمنيدو وروستو دامريکا په مشرۍ  بهرنيو  حکومتونو  دافغانستان سره پرمختيايي او امنيتي مرسته  ودرولې او دلويديزو هيوادونو  دسختو بنديزونو له امله  دهيواد دبانک څانګه  سخته کمزورې شوې ده.

 دبهرنۍ خبري  ادارې رايټرز ترمخه  دجرمني ويلټ ورځپاڼه کې دزيارت په ورځ په خپره شوې يوه مرکه کې  حنا رباني کهر ويلي  دافغانستان په اقتصادي توګه  تنها کول دغه هيواد په اقتصادي ډول راپرځوي.

 هغې ويلي”  که چرې  دغه هيواد دنړيوالې بانکارۍ   څخه تړل شوى وي او  خارجي شتمنۍ يې همدغه رقم کنګل پاتې شي نو بيا به دغسې کيږي، مونږ  بايد قحط ته وده ورنکړو”

   کهر ويلي، له افغانستانه دبهرنيو پوځيانو راايستلو، چې پکې جرمني هم ښکيل وه، سختې اغيزې لرلي ځکه له دې وروستو دمذاکراتو دحل تعاقب ونه شو، هغې په جرمني  غږ کړى چې  دبنديزونو په نرمولو کې دې فعاله کردار ادا کړي.

 هغې ويلي په موجوده وضعيت کې دا يو ښه خيال نه دى چې افغانستان دې  دقحط سره مخ کړى شي  او په دغه هيواد کې داقتصادي  ناکامۍ  خطر واخستل شي، حنا رباني کهر ويلي  دافغان ولس دمرستې لپاره اقتصادي  مرسته ضروري ده.

 هغې ويلي” دا څنګه ممکن ده چې مونږ په جګړه درې ټريلينه ډالر مصرف کوؤ، خو نن  دافغان بقاء لپاره لس بلينه ډالر هم نشته، زه په دې رويه نه پوهيږم”

 افغانستان څخه تيرکال دامريکايي او لويديزو ځواکونو له وتلو وروستو طالبانو داګست په ١٥مه نېټه په ټول افغانستان قبضه کړې وه دکوم وروستو چې امريکايي انتظاميې  دافغان حکومت په امريکايي بينکونو کې پرتې 9٫5 بلينه شتمنۍ کنګل کړې، ترڅو هغوي  دناين اليون دبريدونو قربانيانو ته  له دغو پېسو څخه معاوضه ورکړي، بانکونو دشخصي  ګاهکانو له لوري  دبانکونو څخه په پېسو راويستلو م سخت بنديزونه لګولي  او په افغانستان کې زياتره خلک  دځان او کورنيو لپاره  دخوراک اخستو په غرض  دکورونو په سامانونو خرڅولو مجبور شويدي.

 افغانستان ديو ستر بشري کړکيچ په ګرفت کې دى  او ملګري ملتونه وايي  دافغانستان د38 ملينه خلکو څخه نيمايي  دولږې سره مخ دي، دافغانستان اقتصاد دوړاندې څخه دلسيزو دجګړو له امله  ځپل شوى و خو دطالبانو دراتګ وروستو يې راپرځيدل پيل شويدي.

 لويديزو هيوادونو   دافغانستان دشتمنيو خلاصول  دطالبانو لخوا بشري حقونو ته درناوي لرلو او په ځانګړې توګه ښځو ته  دروزګار او جينکو ته ښوونځيو ته دتللو په اجازې پسې تړلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button