پاکستانمهم خبرونه

صوابۍ کې وسله والو يو پوليس عسکر وژلى

دخېبرپښتونخوا په صوابۍ سيمه کې په موټرسايکل سورو نامعلومو وسله والو يو پوليس عسکر وژلى دى.
دسرچينو وينا ده چې دغه پېښه دصوابۍ په کډي سيمه کې هاغه مهال مخې ته راغله چې دبخت منير په نوم يو پوليس عسکر له کوره دډيوټۍ لپاره روان و چې په دغه مهال پرې په کډي سيمه کې په موټرسايکل سورو وسله والو ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې هغه ساه ورکړې ده.
دپېښې وروستو پوليسو دوژلى شوي پوليس عسکر مړى سيمه ييز روغتون ته وړى او دپېښې مقدمه يې درج کړې ده.
په دې وروستيو کې په خېبرپښتونخوا کې په پوليسو او امنيتي ځواکونو دوسله والو لخوا بريدونو کې اضافه راغلې ده.
دوه ورځې دمخه په شمالي وزيرستان کې دپوليو په يوه ډله بريد کې هم دوه پوليس عسکر او يو دپوليو رضا کار وژل شوي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button