افغانستانمهم خبرونه

امريکا او طالبان دوحه کې مذاکرات کوي،دکنګل شوو شتمنيو په خلاصولو خبرې کېداى شي

امريکا او طالبان دروانۍ اوونۍ په پاې کې په دوحه کې مذاکرات کوي چې پکې توقعو کيږي دواړه خواوې به پام دافغانستان اقتصاد او په مرکزي بانک دلګيدلو بنديزونو پشان چارو ته وګرځوي ، په افغانستان کې تيره اوونۍ دراغلې زلزلې وروستو دطالبانو دواکمنيدو وروستو دوامداره بشري کړکيچ کې نور شدت هم راغلى دى.
دامريکايي چارواکو سره ليدنې لپاره دطالبانو خارجه وزير امير خان متقي، دخزانې دوزارت لوړپوړي چارواکي او دافغان مرکزي بينک استازي دوحې ته رسيدلي.
دطالبانو دبهرنيو چارو وزير دوزير دفتر ويلي دافغانستان لپاره دامريکا ځانګړى استازى تهامس ويسټ په دامريکايي پلاوي مشري کوي چې پکې به دامريکا دخزانې دمحکمې چارواکي هم موجود وي.
له دې وړاندې امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ پخپل يو راپور کې ويلي وو امريکايي چارواکي دطالبانو سره په ګډه ديوې داسې طرحې په جوړولو کار کوي دکومې دلارې چې دافغانستان مرکزي بانک ته داربونو ډالرو دکنګل شوو شتمنيو داستعمال اجازه ورکړى شي ، ترڅو په افغانستان کې دڅو کلونو راهسې دجګړې له امله دپيدا شوي غربت او ولږې دسيوا شوي کړکيچ ستونزو مخه ونيولى شي.
په ټاکل شوي چوکاټ کې به دا خبره باوري کولى شي چې دترهه ګرۍ څخه واکمنۍ ته رسيدلي طالبان له دغو پېسو څخه ګټه وانخلي او دا يواځې دبشري کړکيچ دمخنيوي لپاره وکارولى شي، دملګرو ملتونو له مخې په افغانستان کې څلوېښت ملينه خلکو ته په بيړني ډول دمرستې اړتيا ده.
تيرکال داګست په مياشت کې په افغانستان دطالبانو دواکمنيدو وروستو لويديزو هيوادونو دافغانستان دمرکزي بانک خواوشا نهه بلينه ډالر شتمنۍ کنګل کړې وې چې پکې زياتره دامريکا سره دي، ددې ترڅنګ لويديزو هيوادونو په بهرنيو مرستو اډاڼه کوونکي افغانستان لپاره مالي مرسته هم ودرولې، په طالبانو دترهه ګرۍ په اړه دبنديزونو له امله دهيواد دبانک نظام غيرفعاله شويدى.
تيره اوونۍ دامريکايي ولسمشر جوبايډن انتظاميې منلې وه چې دافغانستان لپاره دپېسو دستونزې دحل دلټون لپاره هڅې کولى شي ترڅو کنګل شوې شتمنۍ خلاصې کړى شي، دسپينې مانۍ وياند کيرن ژا پي ايغ دخالي په ورځ خبريالانو ته ويلي وو ددې پېسو داستعمال په اړه دپيچيده پوښتنو دحل لټون لپاره سملاسي کار کولى شي ترڅو دا خبره باوري کړى شي چې دطالبانو پځايې دغه پېسې دافغانستان دخلکو لاسو ته ورشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button