پاکستانمهم خبرونهنړۍ

پاکستان کې دډالرنرخ پرله پسې راکميږي

دپاکستان دحکومت لخوا دنړيوالې مالياتي ادارې( ايي ايم ايف) څخه دقرضې اخستو لپاره داخستل شوو اقداماتو په نظر کې نيولو سره دډالر په مقابله کې دروپۍ په قدر کې دښه والي راتللولړۍ دوامداره ده.
دپاکستاني ميډيا راپورونو له مخې نن دزيارت په ورځ ډالر دروپۍ په مقابله کې يوه روپۍ او څلوېښت پېسې راپريوتى او 204ؤ روپو ته راکوز شويدى، دا په داسې حال کې ده چې يوه ورځ دمخه ډالر په 205 روپۍ او 40 پېسې تړل شوى و.
دډالر په نرخ کې دغه کمى او دروپۍ په قدر کې اضافه وروستو له هغې کيږي چې دچين لخوا پاکستان ته دوه اربه او ديرش کروړه ډالر ورکړى شول او دايي ايم څخه هم ورته دوه اربه ډالرو ترلاسه کيدو اميد دى. په پاکستان کې ډالر څو ورځې دمخه 2012ؤ روپو ته رسيدلى وى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button