افغانستانمهم خبرونه

کابل: دښځو له ګډون پرته زرګونو قبايلي مشرانو او عالمانو جرګه پيل کړه

دافغانستان په پلازمېنه کابل کې دزيارت په ورځ دزرګونو په شمير کې قبايلي مشران او ديني عالمان راټول شوي چې افغانستان ته دطالبانو دواکمنيدو وروستو په پېښو بيلا بيلو ستونزو بحث کيږي،دطالبانو په مشرۍ ترسره کيدونکې دې غونډه کې ښځو ته دګډون بلنه نه ده ورکړى شوې.
طالب چارواکو ددغه قبايلي جرګې بشپړ جزئيات نه دي ورکړي او ميډيا ته هم اجازه نشته چې ددې جزئيات دنړۍ مخې ته کيږدي.
په کابل کې دقبايلي مشرانو او ديني عالمانو دا بااثره جرګه وروستو له هغې ترسره کيږي چې په افغانستان کې ديوې خونړۍ زلزلې له امله خواوشا 1000 کسان مړه،3000 ژوبل او 10 زره کورونه يې ړنګ کړل.
زلزلې که هر څو دافغانستان ستونزې نورې هم سيوا کړي خو ددغه جرګې څخه دمخه هم طالبان داقتصادي کړکيچ سره مخ افغانستان دچارو په چلولو کې دستونزو سره مخ وؤ، افغانستان دلسيزو راهسې په بهرنيو مرسته اډاڼه کړې او دغه بهرنۍ مرستې تيرکال داګست په مياشت کې په افغانستان دطالبانو دواکمنيدو وروستو ودريدلي دي.
په کابل کې دا جرګه په داسې حال کې روانه ده چې ټاکل شوې ده امريکايي چارواکي دزيارت په ورځ په قطر کې دطالبانو دلوړپوړو چارواکو سره دافغانستان دځينو شتمنيو په خلاصولو خبرې کوي، واشنګټن هڅه کوي دغه پېسې دطالبانو لاسو ته دورتللو پځايې دستونزو سره مخ افغانانو ته نيغ په نيغه ورشي.
دطالبانو يو چارواکي په روانه اوونۍ کې نړيوالې خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي وو چې په درې ورځنۍ جرګه کې به دطالبانو په رجيم دنيوکو اجازه ورکولى شي،همدغه راز دجينکو دتعليم پشان په لانجمنو معامله، چې دطالبانو په تحريک کې پرې رايې ويشل شوې ده، باندې به هم بحث کولى شي.
خو ښځو ته په دې قبايلي جرګه کې دګډون اجازه نشته، دافغانستان دريس الوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي سرکاري ميډيا دشورو په ورځ ويلي دې ته ضرورت نشته ځکه چې دهغوي استازيتوب به دهغوي نارينه رشته دار وکړي.
حنفي ويلي” ښځې زمونږ ميندې او خويندې دي، مونږ دهغوي ډير احترام کوو”
” هرکله چې دهغوي زامن په غونډه کې شته نو ددې مطلب دا دى چې هغوي پکې هم ښکېلې دي”
جينکو ته ښوونځيو ته دتللو اجازه نشته
دطالبانو په کابل کې واک ته له رسيدو وروستو دثانوي ښوونځيو جينکۍ له تعليم منعې کړى شويدي، ښځې له حکومتي روزګارونو اخوا کړى شوي، په يواځې له سفرونو منعې کړى شوي او په ولسي مقاماتو ورته دمخونو او ټول بدن پټولو امر شويدى.
دطالبانو دريس الوزرا ددفتر څخه جاري شوي بيان کې امر شوى چې دافغانستان له 400ؤ ولسواليو څخه دې دغوندې لپاره درې استازي وروليږلى شي.
ښارونه، مذهبي ډلې او نور تنظيمونه به هم خپل استازي ليږي چې ورسره په غونډه کې دګډون کوونکو شميره له 3ؤ زرو څخه اوړي، دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو دغه ترټولو لويه غونډه ګڼل کيږي.
په افغان ميډيا کې اندازې او ګنګوسې کولى شي چې دطالبانو مشر ملا هبة الله اخندزاده هم په دغه غونډه کې ګډون کولى شي،ملا هبة الله دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو نه خو په کوم عکس او نه هم په کومه ويډيوکې مخې ته راغلى.
داګست له مياشتې وروستو له قندهارڅخه دطالبانو ددغه مشر دويناوؤ ناتايده آډيو ريکارډونه جاري کړى شويدي، قندهار دطالبانو دراپورته کيدو او روحاني مرکز ګڼلى شي.
طالبانو په پلازمېنه کابل کې ددغه جرګې لپاره سخت امنيتي اقدامات کړي او دجرګې پلو غځيدلى سړک يې تړلى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button