افغانستانپاکستانمهم خبرونهنړۍ

افغان چارواکي پخپله دعېش ودانيو ته تښتيدلي او په ملينونو افغانان يې په تکليف کې پريښي،راپور

  په تيرو څو اوونيو  کې  داسې راپورونه مخې ته راغلي چې تيرکال داګست په مياشت کې په افغانستان دطالبانو دواکمنيدو وروستو   افغان اشرافيه او  دلويديز په ملاتړ دکابل درانسکور شوي حکومت پخواني  چارواکي په دوبۍ کې دعيش عشرت کورونو او په کيليورنيا کې  دساحل په غاړه ودانيو ته تښتيدلي دي.

 دالجزيره دراپور له مخې  خو هاغه په زرګونو افغانان چې  افغانستان يې پريښى، اوس هم  په ټوله نړۍ کې  دمهاجرينو په کيمپونو کې  خواروزار کيږي او په افغانستان کې دننه  په ملينونو خلک دولږې سره مخ دي.

تيره اوونۍ  دافغانستان په پکتيکا او خوست ولايتونو کې  دشوې  6٫1 شدت زلزلې له امله له 1000ؤ زيات کسان وژل شوي،خواوشا3000 نور ژوبل شوي او 10 زره کورونه ړنګ شوي وؤ.

 دوال سټريټ جرنل  ديو اوسني راپور له مخې   پخواني افغان چاروکي چې پکې  دپخواني افغان ولسمشر اشرف غني  ملګري هم شامل دي، په دوبۍ او امريکا کې يې  دلويديز په ملاتړ دخپل حکومت په وروستيو کلونو کې  دجايدادونو اخستو لپاره  په ملينونو  پېسې مصرف کړې وې.

دڅار يوې امريکايي ادارې دروانې مياشتې په پيل کې ويلي وو چې  تيرکال داګست په مياشت کې دطالبانو دقبضې په مهال  دصدارتي ماڼۍ  دنيشنل ډايکټوريټ اف سيکورټي څخه  په ملينونو ډالر ورک شوي وؤ، دغه پېسې  تردې مهاله په حساب کې نه دي راغلي، ددغه  څارونکې ادارې له مخې  امکان نه لري چې غني دځان سره په ملينونو پېسې وړي وي.

  دافغانستان څخه دتېښتې وروستو دافغانستان پخواني ولسمشر داوبو ظهبۍ  فايو سټار ايس ټي ريګس هوټل ته  ورغلى و، هغه اوس په متحده عرب اماراتو کې مېشته دى.

 په افغانستان کې د20 کلنې جګړې وروستو په لسګونو زره  هاغه افغانان چې  دامريکا او ناټو ځواکونو لپاره يې کار کړى و، له افغانستانه دهوا دلارې ويستل شويدي خو په هغوي کې زياتره دمهاجرينو دپروسې  په مرکزونو کې په ټوله نړۍ کې  په داسې حال کې راګير دي چې  راتلونکى يې غيريقيني دى.

 بډې رشوتونه او دپېسې غلا

 په افغان حکومت کې  دننه دبډو رشوتونو او پېسو غلا په لويه پيمانه په بهرنيو مرسته انحصار کوونکي هيواد کې دا خبره په ډاګه کوي چې  څنګه  مهاجرين او څوک چې په افغانستان کې دننه  ژوند تيروي، دخپل مشرتابه له لوري ناکامه کړى شويدي.

 دمينه په نوم  دپوهنتون يوې پروفيسرې ويلي  ” ددې هيواد دبيارغونې لپاره ما دخپل ژوند ښه کلونه ورکړيدي، دراتلونکي کهول  دانشورانو ته دتعليم ورکولو لپاره، او اوس زه دلته يم، بې يارومددګاره او تر دې چې دخپلې  کورنۍ دملاتړ کولو جوګه هم نه يم، خو هاغه څوک چې دهيواد لپاره يې هيڅ نه دي کړي، دارام ژوند تيروي”

 دمينه کار  دطالبانو له لوري په ښځو دبنديزونو له امله  سخت اغيزمن شويدى، دهغې زياتره کلاسونه  منسوخ شويدي، هغې ته په مياشتو  تنخا نه ده ورکړى شوې او بهر ته پرته له محرم څخه دتللو له امله اکثره دطالبانو دستونکو له لوري تنګول کيږي، افغان جينکو ته تر دې مهاله  ښوونځيو ته دتللو اجازه نشته او ښځې  په لويه پيمانه  په ولس کې له ورګډيدو څخه تنها کولى شي، چې ورسره د1990ء په لسيزه کې دطالبانو دواکمنۍ ياد تازه کيږي.

 دلويديز له لوري  داقتصادي بنديزونو وروستو  طالبان دجګړه ځپلي افغانستان داقتصاد پځايې کولو کې دسختو ستونزو سره مخ دي، امريکا  دافغان مرکزي بانک شتمنۍ کنګل کړي چې 10ؤ بلينو ته رسيږي.

ډاکټر کمال الدين کشن  دطالبانو له قبضې وروستو په کابل کې يو خبريال و، هغه وروستو دخپل ولس دخدمت لپاره يو ډاکټر جوړ شو خو اوس  دافغانستان په ګاونډي هيواد پاکستان کې يو مهاجر دى  چې زياتره په خيرات انحصار کوي.

 دخپل کار  په وجه دطالبانو له لوري دګواښ سره دمخ کيدو وروستو 34 کلن کشن پاکستان ته تښتيدلى او له دغه ځايه  يې  الجزيره ته ويلي  ما داطمينان وړ او دايماندارۍ  امدن لرلو، خو ترټولو زيات ښه څيز چې ما ورسره مينه لرله هغ دا و چې دې زما دوطن مرسته کوله، ما صوچ هم نه و کړې چې زما به په غيرمتوقعې توګه دې ځايې ته رارسم.

 داروپايي اتحاديې ديو راپور له مخې په پاکستان کې   له دريوو ملينو څخه زيات افغانان مېشته دي چې پکې 775 زره غيررجسټرډ دي  چې پکې زياتره په سخت غيرانساني  حالت کې په اوسيدو مجبور دي، په دغو کې زياتره په هيواد کې دجګړې له امله پاکستان ته تښتيدلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button