بلنکن وايي امريکا به افغانستان ته له زلزلې وروسته نور 55 ملينه ډالر مرسته ورکوي
دامريکې خارجه وزير انټوني بلنکن دنهې په ورځ اعلان کړيدى چې امريکا به تيره اوونۍ په افغانستان کې دزلزلې وروستو دغه هيواد ته دسملاسي مرستې لپاره خواوشا55 ملينه ډالر ورکوي.
دنړيوالې خبري ادارې رايټرز دراپور له مخې دپاکستان دپولې سره نزدې په افغانستان کې په 22م جون د6٫1 شدت شوې زلزلې دغلته 1000 کسان وژلي،3000 کسان يې ژوبل کړي او له 10ؤ زرو څخه زيات کورونه يې ړنګ کړيدي.
په يو بيان کې بلنکن ويلي نوې امريکايي مرسته به افت ځپلو ته دمرستې ورکولو لپاره داخلي پخلي سامان، داوبو لپاره لوخو، کمبلو او نورو څيزونو دورکړې لپاره کارولى شي.
هغه ويلي چې زلزلې په افانستان کې له زياتې مودې څخه دخلکو له لوري زغمل شوي بشري کړکيچ کې نور شدت هم راوستى.
دغه نوې مرستېتيرکال داګست دمياشتې راهسې دامريکا له لوري دبشري مرستې په مد کې ورکړې کيدونکې پېسې له 774ؤ ملينو ډالرو څخه سيوا کړيدي.
دامريکا او نورو مرسته کوونکو هيوادونو له لوري دهاغو مرستو ودرولو، په کومو چې دغه غربت ځپلي هيواد خپله زياته اډاڼه لرله، دغلته اقتصادي او بشري کړکيچونه نور هم خراب کړي، دافغانستان اقتصاد سخت ځپل شوى او په ملينونو خلک پکې دخوراک دکمي سره مخ دي.
زلزلې دافغانستان په ستونزو کې نوره اضافه هم وکړه چې له امله يې په جزوي توګه ړنګ شوي کورونه اوس داوسيدو جوګه نه دي پاتې شوي او ديو لوړپوړي افغان چارواکي له مخې زلزله ځپلې سيمه اوس دژوندو بچ شوو کسانو لپاره خوندي نه ده پاتې شوې.