مهم خبرونهنړۍ

برتانوي وزيراعظم وايي که پوتين ښځه وى نو داوکراين جګړه به نه کيده

دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي له مخې دنهې په ماښام جرمن نشراتي ادارې زيډ ډي ايف سره په خبرو کې بوريس جانسن وويل ” که پوتين يوه ښځه وه کومه چې څرګنده ده هغه نه ده، خو که چرې هغه وى نو زه نه ګڼم چې هغه به بريدونه او جګړه داسې رقم پيل کړى وى لکه څنګه چې يې کړيدي”
په ټوله نړۍ کې دجينکو لپاره دغوره تعليم او په لويو چوکو دزياتو څخه دزياتو ښځو( ګمارلو) دغوښتنې کولو په ترڅ کې برتانوي وزيراعظم وويل په اوکراين دپوتين بريد دمنفي سړيتوب يو غوره بيلګه ده.
برتانوي وزيراعظم تسليم کړه چې يقيناً خلک غواړي چې جګړه ختمه شي خو اوس مهال کومه دجګړې معاهده نشته، پوتين دسولې وړانديز نه کوي.
بوريس جانسن وويل لويديزو ايتلافيانو ته داوکراين مرسته کول پکار دي ترڅو دروس سره دممکنه سولې دمذاکراتو په صورت کې هغوي په غوره ممکنه تزويراتي مقام ودريږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button