پاکستانمهم خبرونه

پاکستان کې ډالر د205 روپو له حد څخه لاندې راغلو

دايي ايم ايف څخه زر د1٫8 اربه ډالرو دقرضې ترلاسه کيدو په نظر کې نيولو سره انټر بينک تجارت کې دامريکايي ډالر روپۍ په مقابله کې کمى رامينځته کيږي او دډالر په قدر کې ديوې روپۍ څخه زيات نور کمى رامينځته شويدى.
دفاريکس ايسوسي ايشن اف پاکستان له مخې تيره ورځ په 206 روپۍ بند شوى ډالر 1٫25 روپۍ راکم شوى او دشورو په سحر خواوشا 204٫75 روپو ته راکوز شويدى.
دډان نيوز له مخې دايکسچينج کمپنيز ايسوسي ايشن اف پاکستان جنرل سيکرټري ظفر پراچه دډالر په قدر کې دکمي علت بين المللي مالياتي فنډ( ايي ايم ايف) له لوري خواوشا ديو ارب ډالرو دلمړي متوقعې يواځيني قسط پځايې دخواوشا 1٫85 اربه ډالرو دوه ګډ قسطونه ګرځولي دي.
دنهې په ورځ پاکستان ته دايي ايم ايف څخه دپاکستان سره دخپلو6ؤ اربو ډالرو دقرضې پروګرام ګډې اوومې او اتمې جايزې لپاره ميمورنډم اف اکنامک اينډ فسکل پاليسيز ترلاسه شوى چې پکې ځينې پيشګي اقدامات شدل کوم چې به دايي ايم ايف بورډ منظورۍ لپاره دپاکستان کيس مضبوطولو او له دې وروستو دپېسو تقسيم څخه دمخه دعمل درامد لپاره ضروري وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button