پاکستان له افغانستانه دارزانه کولې درامد کولو منظوري ورکړې،طالبانو کوله ګرانه کړه
په داسې حال کې چې پاکستان له افغانستان څخه په ارزانه بيعه دکولې اخستو توقعو لري دطالبانو دماليې وزارت وينا ده چې دافغانستان څخه يې دصادريدونکو ډبرو سکرو تعرفه لوړه کړې او اوس به سوداګر د90 ډالرو پځايې ديو ټن سکرو200 ډالره ورکوي
په پاکستان کې کورنيو صارفينو او صنعتونو ته په ارزانه بيعه دبجلۍ ورکړې لپاره وزيراعظم شهبازشريف اړزنده چارواکو ته امر کړى چې له افغانستان څخه دې کوله درامد کړي
ديوې غوندې دمشرۍ کولو په مهال وزيراعظم شهبازشريف دهيواد دزرمبادله دخونديتوب په غرض دډالرو پځايې په روپو کې له افغانستان څخه داعلي معيار دکولې ددرامد کولو منظوري ورکړې ده.
دوزيراعظم هاوس څخه جاري شوي بيان له مخې شهباز شريف ويلي ” دا به نه يواځې ارزانه بجعلي جوړه کړي بلکې دهيواد دقيمتي زرمبادلې په خونديتوب کې به هم مرسته وکړي”
وزيراعظم افغانستان څخه ددرامد کيدونکې کولې په ټرانسپورټيشن کې دښه والي راوستلو امر کړيدى، هغه دريلويز وزارت ته دا امر هم کړى چې پاور پلانټونو ته دې ددرامد شوې کولې سملاسي ورکړې باوري کولو لپاره ټول ضروري اقدامات وکړي.
وزيراعظم داړونده چارواکو ديوې کميټې جوړولو امر هم کړى چې مشري به يې ددفاع وزير خواجه اصف کوي ترڅو دکولې ددرامد عمل کې چټکتيا راوستل شي.
دغونډې په مهال وزيراعظم ته دحال احوال تيرولو په مهال ويل شويدي چې له افغانستان څخه دکولې درامد په ابتدايي توګه ضرورت دساهيوال او هب پاور پلانټونو ته دى کوم چې به دکال 2٫2 بلينه نه ډيرې ډالرې خوندي کړي.
په نړيواله مارکيټ کې دکولې په سيواکيدونکو بيعو داندېښنې څرګندولو په ترڅ کې وزيراعظم دا په هيواد کې دکولې څخه دګرانۍ بجلۍ جوړيدو بنيادي سبب وګرځولو.
بل لوري ته دبي بي سي پښتو څانګې دراپور له مخې دطالبانو دکانونو وزارت وياند عصمت الله برهان دوي ته ويلي طالبان دپاکستان او يا دکومې پاکستاني کمپنۍ سره څه ډول تړون نه لري.