پاکستانمهم خبرونه

وزيراعظم شهبازشريف وايي جولايي کې دبجلۍ لوډشيډنګ نور هم سيوا کېداى شي

په داسې حال کې چې په پاکستان کې په ځينو برخو کې دلوډشيډنګ دورانيه د12-څخه 16ؤ ګينټو ته رسيدلې وزيراعظم شهبازشريف دجولايي په مياشت کې په لوډشيډنګ کې دنورې اضافې اشاره هم ورکړې ده.

 وزيراعظم شهبازشريف  داسمبلۍ دغړو په درناوي کې  دميلمستيا دستورې ته وينا کې دعوه وکړه چې  دايي ايم ايف سخت شرايط دپي ټي ايي حکومت منلي وؤ، ممکنه ده چې په جولايي کې لوډشيډنګ سيوا شي.

 هغه وويل ولس دګرانۍ سره مخ دى  چې پکې دکمي لپاره  دمختلفو څانګو دمالکانو په امدن نيغ په نيغه ټيکس لګول شويدى.

 وزيراعظم وويل  په تاريخ کې په لمړي ځل  په شتمنو خلکو ټيکس لګول شويدى  کوم چې دحکومت يو انقلابي ګام دى.

شهبازشريف دشتمنو خلکو څخه ددوه سوه اربه روپو دټيکس جمع کولو هيله څرګنده کړې او ويلي يې دي چې  شتمن خلک دې   دقربانۍ په جذبه دعامو خلکو دبوج ويشلو لپاره راوړاندې شي.

بل اړخ ته دپاور ډويژن دسرچينو وينا ده چې  په هيواد کې دبجلۍ شارټ فال د7 زره او 500 ميګاواټه څخه سيوا شويدى دکوم له امله چې دلوډشيډنګ دورانيه هم سيوا شوې ده.

په هيواد کې  دبجلۍ مجموعي پيداوار 21 زره 700 ميګاواټه او طلب يې له 29 زره څخه سيوا دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button