افغانستانمهم خبرونهنړۍ

کابل:طالبانو څخه په لويه جرګه کې دښځو په حقونو دخبرې کولو غوښتنه

 دافغان ميډيا وينا ده  دټول هيواد څخه خواوشا درې زره کسان دشورو په ورځ پلازمينې کابل  کې دلويې جرګې هال ته ديوې غونډې لپاره  وربلل شويدي، دبشري حقونو نړيوالې ډلې هيومن رايټس واچ له طالبانو غوښتي چې په دغه جرګه کې په بشري حقونو او دښځو په حقونو خبره وکړي

 که هر څو طالب چارواکو ددغه غونډې  دايجنډې په اړه جزئيات  مخې ته نه دي راوړي خو ويل کيږي  دجينکو دښوونځيو دبيا پرانستو ستونزه په ايجنډا کې شامليداى شي.

 دځينو برخه والو له مخې  طالبان  ددغه غونډې دلارې  خپل نظام ته قانوني حېثيت ورکول غواړي او له برخه والو دبيعت غوښتنه کولى شي، دطالبانو دافغانستان کنټرول ترلاسه کولو خواوشا يو کال پوره کيږي خو تراوسه کوم هغوي  دهغوي حکومت په رسميت نه دى پيژندلى.

 که هر څو ددغه غونډې دقيقه نېټه يا ورځ نه ده اعلان شوې خودناتايد شوو اطلاعاتو له مخې  دغه غونډه دشورو په ورځ پيل کېداى او دجمعې په ورځ پاې ته رسيدلى شي.

 دافغانستان خبري  چينل طلوع وينا ده له هر کلي درې استازي راغوښتل شويد چې پکې زياتره علما دي، توقعو کيږي  دغه غونډه به تر دريوو ورځو دوامداره پاتې شي  کومه چې به په ريډيو نشر کولى شي خو په ټي وي نه.

دطالبانو ديو بيان له مخې په قندار کې  دطالب مشر ملا هبة الله اخند په مشرۍ کې په ترسره شوې يوه غونډه کې  دوزيرانو کونسل په کابل کې  دافغانستان په اړه ديوې مهمې غونډې ترسره کولو پريکړه کړې ده.

 دبيان له مخې  دوزيرانو کونسل دغه حکم  دعلماؤ دکونسل دبيا بيا خواست وروستو جاري کړيدى.

 دطالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي  دهغوي مشرتابه  دزياتو علماؤ لخواددغه رقم اجتماع رابللو دغږ وروستو دغه پريکړه کړې ده.

بل اړخ ته  دښځو دحقونو يوې کارکوونکې  مريم معروف  ويلي  هغه توقعو لري چې ټولو قبايلو او په ځانګړې توګه به  ښځو ته په دغه غونډه کې دګډون بلنه ورکړى شي  چرته چې به هغوي پخپله دخپلو حقونو په اړه خبره وکړي.

 بل اړخ ته دبشري حقونو نړيوالې ادارې هيومن رايټس واچ په برخه والو ټينګار کړى چې په اجتماع کې دې  په بشري حقونو او دښځو په حقونو خبره وکړي او ويلي يې دي ” مونږ به ددې خبرې اميد کوو چې طالبان به دا جرګه دبشري حقونو په سرغړونو کې  دښه والي راوستلو لپاره کارولى شي”

په هيومن رايټس واچ کې دزنانه دحقونو  دڅانګې  مرستيالې ډايريکټرې هيتربار ويلي  هغوي پوهيږي چې  دطالبانو دننه په دې رايې تقسيم ده.

 دطالبانو په يو بيان کې ويل شوي ددغه غوندې ترسره کولو لپاره يو کميشن جوړ کړى وى دکوم مشري چې  دطالبانو دريس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر کوي.

 دطالبانو درئيس الوزرا دمرستيال دبيان له مخې په دغه غونډه کې دګډون لپاره نومول شوو کسانو لپاره ضروري ده چې يا خو  متقي وي او يا يې په جهاد کې برخه اخستې وي.

 په بيان کې ويل شوي له هر ښار څخه به دوه مذهبي  عالمان او يو بااثره تن رابلل کيږي، په کومو ولايتونو کې چې دعلماؤ کونسل موجود دى هلته  دکونسل مشر يا مرستيال مشر نور درې برخه وال نومولى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button