افغانستانقبائلمهم خبرونه

افغانستان: چارواکي وايي دوړو زلزلو له امله ژوندي بچ شوي کسان لا خوندي نه دي

 دافغانستان په غرييزو سيمو کې تيره اوونۍ  دراغلې سختې زلزلې له امله په ځپل شو سيمو کې اوس هم وړې زلزلې محسوسولى شي او اغيزمنې سيمې  په زلزله کې دژوندو پاتې شوو کسانو لپاره  غيرمحفوظې  شويدي،طالب چارواکي  دزلزلې له امله داوښتې تباهۍ په ازاله کې بوخت دي.

 دنړيوالې خبري ادارې رايټرز دراپور له  مخې په افغانستان کې  په تيرو څو لسيو کې ترټولو بده زلزله دنهې او شورو په مينځ شپه دپاکستان دپولې سره نزدې راغلې وه چې له امله پکتيکا او خوست ولايتونه زيات ځپل شوي دکومې له امله چې له 1000ؤ زيات کسان وژل شوي،3 ژوبل شوي او خواوشا 10 زره کورونه تباه شوي وؤ.

 دملګرو ملتونو دبشري مرستې  له دفتر( او سي ايچ اى) څخه جاري شوي بيان له مخې په زلزله کې مړو شوو کې 155 ماشومان هم شامل دي او خواوشا 250 ماشومان ژوبل شويدي،همدغه راز 65 ماشومان يتيمان شويدي.

  دطالبانو دروغتيا وزير  قلندر عباد په کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې ويلي  دزلزلې له امله اغيزمنې سيمې تر دې مهاله محفوظې نه دي ځکه په سيمه کې  د وړو زلزلو جړقونه محسوسولى ي.

 دچارواکو وينا ده  دجمعې په ورځ په راغلې وړه زلزله کې پينځه کسان مړه او 11 ژوبل شوي وؤ، وروستو په راغلو  وړو زلزلو کې دچا دژوبل کيدو خبر نه دى ترلاسه شوى.

هغه ويلي  دتيرې شورو په ورځ شوې زلزله کې  تباه شوي کورونه داوسيدو جوګه نه دي پاتې شوي  چې له امله يې خلک په خيمو کې په ژوند تيرولو مجبور دي.

 هغه وويل  بل اړخ ته  په راتلونکو اوونيو کې به په غرونو کې  پاره په چټکتيا راپريوځي  چې دطالب چارواکو لپاره يې يو نوى چيلنج پيدا کړيدى.

 هغه وويل  خلک پناه ځايونه نه لري چې پکې ماشومان او مشران هم شامل دي او هغوي  په نړيوالې ټولنې غږ کړيدى چې دې ته دې پام وکړي.

دزلزلې وروستو درامينځته شوې تباهۍ ازاله دافغانستان دطالب  واکمنانو لپاره  يو ازمېښت  ځکه دى چې  زياترو بهرنيو حکومتونو هغوي يوازې پريښي،  سفارتي اړيکې يې ورسره قطع کړي او غوښتنه ترې لري چې  بشري حقونو او په ځانګړې توګه دې دښځو حقونو ته درناوى ولري.

 ددې ترڅنګ دافغانستان  حکومتي ادارو او بانکونو باندې  بنديزونو ديو داسې هيواد لپاره نيغ په نيغه مرسته قطع کړې چې پکې د6٫1 شدت زلزلې څخه دمخه هم  دقحط او بشري کړکيچ ستونزې وې.

 دملګرو ملتونو، هند او پاکستان په ګډون ګڼو هيومادونو زلزله ځپلو سيمو ته مرستې ليږلي دي.

 يوې مرستندويه افغان  ډلې  دګل په ورځ  دزلزلې څخه ژوندو پاتې شوو کسانو لپاره  دنغدو پېسو اپيل کړى او ويلي يې دي دهغوي سره دخوراک ذخيره کولو لپاره ځايې نشته، دهغوي سره په په کافي شمير کې خيمې شته او دغه مرستې  به  دزلزله ځپلو کليو لپاره  دخپلو ځانګړو ضرورتونو پوره کولو لپاره ترټولو زياتې ګټورې ثابتې شي.

دافغان سرې مياشتې ټولنې   مرستيال مشر ملا نوردين ترابي خبريالانو ته ويلي  خلک  په سيمو کې نغدې پېسې غواړي ، هغوي وايي کافي  مرسته يې ترلاسه کړې.

هغه ويلي  نغدې پېسې به  دهاغو کسانو لپاره زياتې ګټورې  وي چې   دخپلو ضرورتونو پوره کولو هڅې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button