پاکستانقبائلمهم خبرونه

شمالي وزيرستان کې دپوليو په ډله حمله،يو رضا او دوه پوليس عسکر ووژل شول

 دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې نامعلومو وسله والو  دپوليو  په ډله بريد کړيدى چې له امله يې دوه پوليس عسکر او يو دپوليو رضا کار وژل شوييدي.

دپوليو ايمرجنسي ريسپانس سينټر دچارواکو  پخلى کړيدى چې  دپوليو دمخنيوي ټيم په سيمه کې دپوليو مهم کې مصروف وؤ  چې  بريد پرې وشو.

 يو لوړپوړي پوليس افسر اشفاق انور نړيوالې خبري ادارې اى ايف پي ته وويل  وسله وال کسان په موټر سايکل راغلل او په ويکسينيشن ټيم يې ډزې وکړې چې له امله يې يو لاروى ماشوم هم ژوبل شويدى.

 هغه ويلي دډزو له امله دريوا ړو کسانو په موقعه ساه ورکړې او بريد کوونکي په تېښته کې بريالي شويدي.

 له بريد وروستو پوليس او دقانون نافذونکو ادارو  عسکر سيمې ته رسيدلي او دبريدکوونکو دلټون لپاره يې دلټونې عمليات پيل کړيدي، دضلعي سينئر  حکومتي چارواکي شاهد علي خان هم  دپېښې پخلى کړيدى.

  دسرچينو وينا ده چې  دشمالي وزيرستان  ددته خيل  په ډنډ کلي کې  نامعلومو وسله والو  دپوليو په دوؤ کارکونکو ډزې کړي او هغوي يې وژلي دي، دوژلى شوو پوليو کارکوونکو پيژندګلو درضاء الله او دل بادشاه په نومونو سره شوې ده،همدغه راز دپوليو رضاکار رشيدالله هم په ډزو کې وژل شويدى او دهغوي مړي  ډي ايچ کيو ميرانشاه ته  وړل شويدي.

له دې وړاندې هم  دهيواد په بيلا  برخو کې دپوليو په کارکوونکو  دوسله والو  لخوا بريدونه ترسره شويدي چې پکې په لسګونو عسکر وژل شويدي.

په پاکستان کې سږکال دپوليو يوولس کيسونه مخې ته راغلي  چې ددغو ټولو کيسونو تعلق  دشمالي وزيرستان سره دى.

په پاکستان کې تيره ورځ 12٫6 ملينه ماشومانو ته دپوليو ويکسينو اچولو لپاره  دملي کچې  کمپاين پيل شويدى.

   پاکستان او افغانستان دنړۍ هاغه وروستي دوه هيوادونه دي چې پکې دماشومانو دتل عمر لپاره معذروه کوونکې دغه ناروغي لا نه ده ختمه شوې، خو دتيرو کلونو په نسبت دپولې دواړو غاړو ته دپوليو په پېښو کې کمى راغلى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button