مهم خبرونهنړۍ

امريکا کې دسړک په غاړه ولاړ ټرالر څخه د46ؤ مهاجرينو مړي ترلاسه شول

 دامريکا دټيکساس رياست ښار سان انتونيز په خواوشا کې دسړک په غاړه ولاړ يو لويې ټرالر نه د46 مهاجرينو مړي ترلاسه شويدي او دماشومانو په ګډون 16  کسان په ژوندي حالت کې  روغتون ته وړل شويدي

 دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي دراپور له مخې دامريکا په تاريخ کې دا دمهاجرينو په اړه  رامينځته شوى ترټولو بدو سانحو څخه يوه ده، همدغه رقم يوه بله خونړۍ پېښه پينځه کاله دمخه دميکسيکو پولې  څخه دڅو ګينټو په سفر دټيکساس ښار کې رامينځته شوې وه.

 دسان انتونيو فاير مشر چارلس هډ خبريالانو ته ويلي  تراوسه  خواوشا 46 مړي  له پروسې تير شويدي، شپاړس ژوندي کسان روغتون ته وړل شوي چې پکې 12 لويې او څلور واړه شامل دي.

 هغه ويلي ددغو کسانو دعمرونو او قاميتونو په اړه  په ابتدايي توګه معلومات نشته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button