سوات: تحريک انصاف دصوبايي اسمبلۍ چوکۍ وګټله، داى اين پي ددرغلۍ تور
دخېبرپښتونخوا پي کى-7م سوات ضمني ټاکنو کې واکمن ګوند تحريک انصاف قومي پرست سياسي ګوند عوامي نيشنل ګوند او دهغوي شپږو ايتلافي ګوندونو ته ورکړې ده خو عوامي نيشنل ګوند په ټاکنو کې په تحريک انصاف ددرغلۍ تور پورې کړيدى.
دغيرسرکاري او غيرحتمي 124ؤ پولنګ سټيشنو دنتيجو له مخې دتحريک انصاف حاجي فضل مولا په 18042 ووټونو اخستو سره کامياب شويدى او داى اين پي اميدوار حسين احمد ته 14665 ووټونه ترلاسه شويدي.
دا په داسې حال کې ده چې داى اين پي اميدوار ته د(ن) ليګ، پيپلز ګوند، جى يو ايي، جماعت اسلامي، قومي وطن پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند ملاتړ ترلاسه و او دغو ټولو ګوندونو داى اين پي داميدوار په مقابله کې خپل کوم اميدوار نه و ودرولى.
دخېبرپښتونخوا وزيراعلي محمودخان دخپل ګوند په ګټه ويلي دغه ګټه دعمران خان دبيانيې ګټه ده.
محمودخان ويلي دي دپي کى-٧م ضمني ټاکنې دراتلونکو ټولټاکنو يو ټريلر دى او زياته کړې يې ده چې سوات دپي ټي ايي مرکز دى او اينده ب هم وي.
وزيراعلي ويلي دي دخېبرپښتونخوا په ګډون په ټول ملک کې د پي ټي ايي او عمران خان په ولسي مقبوليت کې اضافه کيږي او ولس ملک لوټ کوونکي تل رد کړيدي.
دخېبرپښتونخوا وزيراعلي ويلي موجوده “مسلط شوى حکومت” هيواد په چټکتيا سره دتباهۍ اړخ ته بوځي، سختې ګرانۍ دولس ژوند ګران کړيدى او ولس ترې زر تر زره ځان خلاصول غواړي.
بل اړخ ته عوامي نيشنل ګوند خېبرپښتونخوا دپي کى 7م دضمني ټاکنو نتيجې مسترد کړي او ويلي يې دي چې دپولنګ ايجنټانو سره موجود فارم 45 او سرکاري نتيجې بيخي مختلفې دي.
دباچاخان مرکز څخه جاري شوي بيان کې دعوامي نيشنل ګوند دخېبرپښتونخوا صدر ايمل تور پورې کړى چې د2018م پشان ” کور” کې موجود ” مهربان” دا ټاکنې هم مينيج کړيدي او ويلي دي دسرکاري مشينرۍ په استعمال، شپه په شپه دپېسو په جاري کولو ولې اليکشن کميشن خاموش پاتې شوى.
هغه ويلي دخان نواب کاکا او دهغه دکورنۍ سره ټول سوات ولاړ دى او ولاړ به وي.