کولمبيا کې دغوايانو مقابلې په مهال دسټينډ راپريوتو له امله څلور کسان مړه،322 ژوبل
دجنوبي افريقې هيواد کولمبيا کې دغوايانو دمقابلې په مهال دمينه والو دلرګي ديو لويې سټينډ راپريوتو له امله څلور کسان مړه شوي او له 300ؤ څخه زيات نور ژوبل شويدي.
دغه پېښه په ايسپنل ښار کې دغوايانو دمقابلې په مهال رامينځته شوې ده، سيمه ييز ګورنر دلرګي دسټينډ راپريوتو له امله دڅلورو کسانو دمړينې پخلى کړى دى او ويلي يې دي چې په مړو شوو کې دوه ښځې ، يو سړى او يو ماشوم شامل دي.
په ټولنيزه ميډيا جاري کړى شوو ويډيوګانو کې ليدل کيداى شي چې دغوايانو مقابلې په مهال درې پوړيز دلرګي سټينډ دمينه والو څخه په بشپړ ډول ډک وؤ کوم چې ناڅاپي په ځمکه راپريوتى او له امله يې خلک په ځمکه تر لرې لرې پريوتي دي.
په يوه بله ويډيو کې ليدل کيږي چې خلک دسټينډ څخه دوتلو هڅه کوي او يو غويى په ميدان کې تاويږي.
دسيمه ييزو طبي سرچينو وينا ده نزدې روغتونونو ته له 300ؤ زيات ژوبل شوي کسان وروړل شويدي چې پکې دڅلورو حالت تشويشناک ښودلى شويدى.
دچارواکو وينا ده دپېښې دسبب معلومولو لپاره پلټنې پيل کړى شويدي.
دروغتيا سيمه ييزو چارواکو داتوار په ورځ ديو پريس کانفرنس په مهال ويلي دي چې 322 کسان سيمه ييزو شخصي روغتونونو ته وروړل شويدي.