پاکستانمهم خبرونه

ټول پاکستان کې دپوليو دمخنيوي کمپاين پيل شوى

دخېبرپښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې نن دګل دورځې څخه دپوليو دمخنيوي کمپاين پيل کړى شوى چې پکې دپينځه کلونو څخه دکم عمر ماشومانو ته دپوليو څاڅکي ورکولى شي
په خېبرپښتونخوا کې خواوشا دوه اعشاريه شپږ ملينه ماشومانو ته دپينځه ورځني پوليو مهم په مهال دپوليو څاڅکي ورکولى شي، په دې کمپاين کې له 11ؤ زرو څخه زيات ټيمونه برخه اخلي او په دې موقعه دپوليو ټيمونو دامنيت لپاره هم سخت اقدامات شويدي.
دبيړني وضعيت دمرکز له لوري جاري کړى شوو جزئياتو له مخې دخېبرپښتونخوا دسرښار پېښور پشمول په 25ؤ ضلعو کې دپوليو دمخنيوي مهم په مهال 25 لکه،845 ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي څاڅکو اچولو هدف ټاکل شويدى دکوم لپاره چې 11 زره 473 ټيمونه جوړ کړى شويدي چې پکې 10 زره 176 موبايل ټيمونه،669په يو ځايې ولاړ ټيمونه،558 دګزمې ټيمونه او 70 ټرانزټ ټيمونه شامل دي دکومو دڅارنې لپاره چې 2 زره 815 علاقايي انچارج ګمارلى شويدي، دپوليو ټيمونو دامنيت لپاره 14 زره پوليس عسکر هم ګمارلى شويدي.
همدغه راز په بلوچستان کې هم دپينځه ورځني پوليو مهم په مهال په 18ؤ ضلعو کې 4 زره 9 ټيمونه دپينځه کلونو څخه دکم عمر يو اعشاريه دوه ملينه ماشومانو ته دپوليو قطرې اچوي.
ددې ترڅنګ په پنجاب کې هم تر يوې اوونۍ دپوليو کمپاين کې 39 زره دروغتيا کارکوونکي برخه اخلي کوم چې به دلاهور، پينډۍ، فيصل ابادو ډي جي خان، بهاولپور، ليه او ميانوالي په ګډون اوو ضلعو کې دپينځوؤ ملينو څخه زياتو ماشومانو ته دپوليو څاڅکي اچوي
ددې سره سره په سندهـ کې هم په کراچۍ او حيدراباد ډويژنو او دسندهـ نورو زيات خطر سره مخ ضلعو کې دپوليو دمخنيوي پينځه ورځنى مهم له نن څخه پيل شوى او لاړکهانه، سکهر، شهيد بې نظير ډويژنو کې به دغه مهم دشورو له ورځې څخه پيل کيږي.
په دې وروستيو کې دخېبرپښتونخوا دشمالي وزيرستان سيمې څخه دپوليو ګڼې پېښې مخې ته راغلي دي، پاکستان او افغانستان دنړۍ هاغه وروستي دوه هيوادونه دي چې پکې دماشومانو دتل عمر لپاره معذروه کوونکې دغه ناروغي لا نه ده ختمه شوې، خو دتيرو کلونو په نسبت دپولې دواړو غاړو ته دپوليو په پېښو کې کمى راغلى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button