پاکستانمهم خبرونه

دبجلۍ نرخ کې ديونټ پسر د7ؤ روپو په اضافه دپېښور تاجران پريشان

دبجلۍ انتظام چلونکې ملي ادارې( نيپرا) دبجلۍ په نرخ کې ديونټ پسر د7ؤ روپو اؤ 90 پېسو داضافې منظوري ورکړې ده.
دغه اضافه دمې دمياشتې مياشتني فيول ايډجسټمنټ په مد کې شوې ده، نيپرا به په دې اړه تفصيلي پريکړه وروستو جاري کوي.
دنيپرا چارواک ويلي په نړيواله کچه دتېلو نرخونو کې ډاګيزه اضافه شوې ده، که ګران تيل استعمال کړى شوى وى نو اضافه به نوره هم زياته وه.
دسي پي پي اى چارواکو ويلي په نړيواله کچه دتېلو نرخونو کې ډيره اضافه شوې ده، لمړى په نړيواله کچه کويله ډيره ارزانه وه خو دروس-اوکراين جګړې له امله په نړيواله کچه کويله ډيره ګرانه شوې ده.
دپېښور په خېبربازار کې چې کله وحدت نيوز دبجلۍ په نرخ کې دنيپرا لخوا دنورې اضافې په اړه دعامو خلکو نظر وپوښتو نو دګل نبي په نوم داى سي ګانو ديو دوکان مالک وويل “روزګارونه دوړاندې څخه خراب دي، دزياتې ګرانۍ په وجه خلک اوس لکه دوړاندې پشان سودا نه کوي ، اوس چې دبجلۍ په نرخ کې نوره اضافه هم وشوه نو ددې له امله به خلک نور هم متاثره شي ”
همدغه شان دبيټريانو خرڅونکي يو دوکان مالک اسلم خان وويل ” زمونږ ددوکان دبجلۍ بل دوړاندې څخه زيات و،سوچ کوو چې اخر څه به کيږي،حکومت خو تاجرانو ته اسانۍ نه شي ورکولى خو هره ورځ دتيلو، ګيس او بجلۍ په نرخونو کې اضافه کوي دکوم په وجه چې په مونږ نور بوج هم راځي، کاروبارونه نشته او دهر شي نرخونه سيوا کيږي، حيران يو چې څه به کيږي”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button