پاکستانمهم خبرونه

پېښور: دصوبايي اسمبلۍ مخې ته دوژلى شوي تن درشته دارو احتجاج

دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې دصوبايي اسمبلۍ مخې ته دنزدې ګلوزو محمدزئي اوسيدونکو مړى په سړک اېښودى او احتجاجي مظاهره يې کړيدى.
مظاهره چيانو په خېبر روډ دملک سعد شهيد پل لاندې دوژلى شوي تن مړى اېښودى او سړک يې احتجاجاجاً تړلى دى چې له امله يې دپېښور ټريفک سخت اغيزمن شويدى او خلکو ته په تګ راتګ کې ستونزې پېښې شويدي.
بل اړخ ته دپوليسو وينا ده چې دپېښور محمدزئي سره تعلق لرونکى احسان الله ګلوزئي نومې تن ورځ په داسې حال کې وژل شوى چې له هغه څخه سر او پښې پرې کړى شويدي دکومو دعوه چې دمحمدزئي څخه په دوو کسانو شوې ده.
دپوليسو لخوا دې لړ کې دجاري شوي بيان ترمخه دتيرو لسو کلونو راهسې دوژل شوي تن ديادو شوو کسانو سره دشمني راروانه ده.
مظاهره چيانو غوښتنه کړې ده چې داحسان الله ګلوزئي په وژنه کې ککړ کسان دې ونيولى شي او ددې ترڅنګ دې دوژلى شوي تن سر هم دملزمانو څخه دوي ته وسپارلى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button