مهم خبرونهنړۍ

دبنګله ديش دسيلابونو له امله په ملينونو ماشومان په خطر کې دي

 دملګرو ملتونو دماشومانو   دتحفظ ادارې خبردارى ورکړى چې  په بنګله ديش کې دسختو سيلابونو له امله  ملينونه ماشومان دسخت خطر سره مخ دى  او ژوند ژغورنې لپاره سملاسي مرستې ته اړتيا لري.

 په بنګله ديش کې  په تيره يوه پيړۍ کې راختلو ترټولو بدو سيلابونو ثابت کلي لاهو کړي، په لسګونو خلک يې وژلي او په سلګونو زره نور په اوبو کې  ګير پاتې شويدي.

يونيسيف وايي  دتيرې يوې اوونۍ راهسې  سيلابونو په تيزۍ سره وضعيت خراب کړى، دبنګله ديش لپاره ديونيسيف استازي شيلډن يټ ويلي 3٫5 ملينه ماشومان دڅښلو خوندي اوبو ته  بيړنۍ اړتيا لري.

 هغه ويلي دي  لويې علاقې داوبو په غيږه کې راغلي  او دخوندي څښلو اوبو او خوراک درسد څخه قطع شويدي، داوبو څخه دزيږيدونکو ناروغيو مخنيوى يو سخت تشويش دى، په دغه مايوسه کوونکي وضعيت کې ماشومان په سخت خطر کې دي، دډايريا او نورو ناروغيو کيسونه په سيوا کيدو دي.

 هغه ويلي په روانه اوونۍ کې 27 زره کيسونه ريکارډ کړى شويدي او زياته کړې يې ده چې   په لسګونو زره داوبو مقامات او غسل خانې ړنګې شويدي، هغه خبردارى ورکړيدى چې داوبو څخه پيداکيدونکې ناروغۍ به ځکه په چټکتيا سره خورې شي چې خلک  په  ګنده اوبو څښلو مجبور دي.

هغه ويلي 90 فيصده دروغتيا  تنصيبات سيلاب لاهو کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button