سیاستمهم خبرونه

دسوات په پي کى 7مې حلقې ضمني ټاکنې، دپي ټي ايي او اى اين پي ترمينځ سخته مقابله

 دخېبرپښتونخوا دسوات  په صوبايي حلقه 7 نن دضمني ټاکنو لړ کې ووټونه اچول کيږي، دې لړ کې  دپاکستان دټاکنو دکميشن لخوا جاري کړى شوي بيان له مخې په دې حلقه کې دسحر اتوو بجو څخه درايې اچولو عمل پيل شوى کوم چې به دماذيګر پينځوو بجو پورې پرته له دمې څخه روان وي، دپولنګ سټيشن په احاطه کې موجودو ووټرانو ته به له پينځوؤ بجو وروستو هم ووټونو اچولو اجازه وي

دغه چوکۍ دعوامي نيشنل ګوند دصوبايي اسمبلۍ غړي وقار خان دمړينې له امله خالي شوې  په کومه چې نن داتوار په ورځ  دصوبې دواکمن ګوند پي ټي ايي او عوامي نيشنل ګوند داميدوارانو ترمينځ سخته مقابله روانه ده.

په دې حلقه کې داى اين پي او ايتلافي ګوندونو کانديد حسين احمد دى او دتحريک انصاف  اميدوار حاجي فضل مولا دى.

په دې صوبايي حلقه کې په مجموعي توګه يو لک 83 زره 308 ووټونه اندراج  شويدي چې پکې دنارينه ووټرانو شميره يو لک دوه زره 88 او  دزنانه ووټرانو شميره 81 زره 220 ده.

   دووټونو اچولو لپاره  دلته په بيلا بيلو سيمو کې په مجموعي توګه 124 دووټونو اچولو مرکزونه جوړ کړى شويدي  دکوم دننه چې 308 دووټونو اچولو مقامات جوړ کړى شويدي.

همدغه راز دامنيتي وضعيت کنټرول کولو لپاره ټولو پريزايډنګ افسرانو ته  ددريوو ورځو لپاره دمجسټريټ لمړۍ درجې اختيارات ورکړى شويدي، همدغه راز دووټونو اچولو مرکز څخه بهر په امنيت مامور دفرنټير کور چټک ځواب ورکوونکي ځواک مشر افسر ته هم دمجسټريټ دلمړۍ درجې اختيارات ورکړى شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button