افغانستانپاکستانقبائلمهم خبرونهنړۍ

خېبرپښتونخوا:25ؤ لکو څخه زياتو ماشومانو ته دپوليو څاڅکو ورکولو لپاره کلک امنيتي تدابير

 په خېبرپښتونخوا کې په سختو امنيتي تدابيرو کې د25ؤ ضلعو دپينځوؤ کلونو څخه دکم عمر 25 نيمو لکو څخه زياتو ماشومانو ته  دپوليو قطرو اچولو لپاره  دګل دورځې څخه  دپوليو دمخنيوي مهم پيل کولو منصوبه بندي شوې ده.

ددې مقصد لپاره  اړونده ضلعو ته دپوليو دمخنيوي ويکسين ورکړى شويدي او ددو ضلعو  پوليس او مليشه ځواکونه هم  ددريوو ورځو لپاره دامنيتي فرايضو ترسره کولو په غرض بيدار کړى شويدي.

 دبيړني وضعيت دمرکز له لوري جاري کړى شوو جزئياتو له مخې دخېبرپښتونخوا دسرښار پېښور پشمول په 25ؤ ضلعو کې دپوليو دمخنيوي مهم په مهال 25 لکه،845 ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي څاڅکو اچولو هدف ټاکل شويدى دکوم لپاره چې 11 زره 473 ټيمونه جوړ کړى شويدي چې پکې 10 زره 176 موبايل ټيمونه،669په يو ځايې ولاړ ټيمونه،558 دګزمې ټيمونه او 70 ټرانزټ ټيمونه شامل دي دکومو دڅارنې لپاره چې به 2 زره 815 علاقايي انچارج ګمارلى شي، دپوليو ټيمونو دامنيت لپاره 14 زره پوليس عسکر هم ګمارلى شي.

په دې وروستيو کې دخېبرپښتونخوا دشمالي وزيرستان سيمې څخه دپوليو ګڼې پېښې مخې ته راغلي دي، پاکستان او افغانستان دنړۍ هاغه وروستي دوه هيوادونه دي چې پکې دماشومانو دتل عمر لپاره معذروه کوونکې دغه ناروغي لا نه ده ختمه شوې، خو دتيرو کلونو په نسبت دپولې دواړو غاړو ته دپوليو په پېښو کې کمى راغلى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button