پاکستانسیاستمهم خبرونه

مولانا فضل الرحمان وايي عمران خان دپاکستان خاتمه خپله ايجنډا جوړه کړې

دمسلم ليګ(ن) دايتلافي   حکومت  جمعيت علماء اسلام(ف)  ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي  پخواني وزيراعظم عمران خان  دسازش يو ليک رپولى و او اوس خاموش شويدى.

په اسلام اباد کې يوې غونډې ته دوينا په مهال مولانا فضل الرحمان وويل  دعمران خان حکومت دپاکستان  خاتمه خپله ايجنډا جوړه کړې وه او معيشت يې په مشکلاتو کې وراچولى دى او امريکا هم دګواښ ليک بيانيه بيخي رد کړې ده.

  مولانا فضل الرحمان وويل”   دتير نااهله حکومت په ضد مې ټول ګوندونه په يو پليټ فارم راټول کړل، عمران خان ګڼل چې ګنې څه به په خله ورځي ، وايي به يې، اوس ګورم چې  عمران خان څنګه څه کوي”

هغه دا هم وويل چې  په تيرو څلورو کلونو کې ادارو او سياستمدارانو لاسونه مروړلي او عمران خان دهيواد معيشت او تهذيب تباه کړيدى.

مولانا فضل الرحمان وويل دى دجلسې خبره کوي، که   مړي ته  يو کروړ خلک راټول شي نو مړى نه ژوندى کيږي

 هغه  تور پورې کړو چې  دهيواد ايين  دامريکا او لويديزو هيوادونو په نخښه دى او زياته يې کړه چې “دايي ايم ايف دفشار مقابله به په حکمت عملۍ سره کوؤ”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button